fbpx

د کاپیسا امنیه قومندان فرید مشعل ټپي شوی

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ نومبر ۲۰۱۹ – په کاپیسا ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې پر مهال د هېواد وتلی جګړه ییز قومندان فرید مشعل ټپي شوی دی.

د کاپیسا امنیه قومندان جنرال فرید مشعل دا مهال د بګرام په هوایي ډګر کې د درملنې لاندې دی هغه ته نږدې سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل، چې صحت یې کاملأ د ډاډ وړ دی چې ډیر ژر به بېرته روغ را وګرځي.

زمونږ د معلوماتو له مخې دا مهال د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې روانه ده.

د کاپیسا امنیتي مسؤولین بیا وایي چې په دې برید کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او پر وینا یې، په یاد برید کې ١٠ طالبانو د وژل کېدو سره سره ١٢ تنه ټپیان او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

د معلوماتو له مخې د کاپیسا امنیه قومندان فرید مشعل د ننني برید په لومړۍ کرښه کې د جګړې پر مهال بوخت وو چې د وسله والو طالبانو له لوري وویشتل شو.

مشعل له دې وړاندې په غزني ولایت کې هم په خپل سر د دښمن پر وړاندې جګړه کوله، هغه خورا جنګي قومندان دی چې په غزني ولایت کې هم د قومندانۍ پر مهال په سخت جنګي قوماندان مشهور شوی وو.

فرید مشعل هغه څوک دی چې تېر کال یې هم پر غزني د طالبانو ډله ییز برید ته سخته ماته ورکړه چې هغه مهال هغه برید د سلګونو طالبانو په وژنه پای ته ورسېد.

فرید مشعل په غزني کې د ډله ییز برید د ماتولو او د کامیابه ماموریت د پای ته رسولو وروسته په تېره( مۍ) میاشت کې د ولسمسر غني په فرمان او د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه د کاپیسا امنیه قومندان وټاکل شو.

د سیمه ییزو خلکو پر وینا کله هم چې فرید مشعل د کاپیسا امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی له هغې وروسته په دې ولایت کې له دښمن لاره ورکه شوې ده او د جګړې پر مهال یې سخت تلفات ور اړولي دي.

فرید مشعل یو له هغو پوځي افسرانو څخه دی چې په کندهار ولایت کې د شهید جنرال عبدالرازق سره یو ځای ډیر زیات عملیات او ماموریتونه ترسره کړي دي.

د یادولو ده نوموړي په هېواد کې تر نورو امنیه قومندانانو ځوان او لوستی دی چې د حقوقو په برخه کې خپلې زده کړې کړي دي.

Your SEO optimized title page contents