fbpx

د ټاکنو د پايلو بيا ځنډ، غبرګونونه او انديښنې را پارولي

خبريال وېبپاڼه/ ۱۴ نومبر ۲۰۱۹- د ټاکنو خپلواک کميسون مشرې حوا علم نورستانۍ رسنيو ته په خبرو کې وويل چې نه شې کولای د ټاکنو پايلې په ټاکل شوي نېټه د لړم (عقرب) په ۲۳ مه نېټه اعلان کړي.

اغلې نورستانې په پايلو کې د ځنډ لامل د رايو په بيا شميرنه کې د ځينو کانديدانو لخوا ستونزې او په دې پروسه کې ځنې تخنيکي مشکلات ياد کړل.
دې په خپلو خبرو کې زياته کړه چې درملوګ کمپنۍ هم ورته ٥ ورځې ناوحته تر خپلې نېټې بيا شمارل شوي رايې سپارلي.

بل خوا بيا نړيوالو څارونکو ډلو د پايلو په دې ځنډ انديښنه خوښودلي او ويلې يې چې د ټاکنو کمېسیون بايد د ټاکنو يايلو له ټاکل شوي محال ويش سره سمې اعلان کړي.
دغه ډلې زياتوي که داسې ونشې په ټاکنو کميسیون او د ډيموکراسې پر ودې به د خلکو باور زيانمن شې.

افغان سوداګرو هم د ټاکنو د پايلو په ځنډ انديښنه ښودلي او د ټاکنو په خپلواک کميسون يې غږ کړی دی چې د رايو ځنډ به د افغاني سوداګرو په کارو بارو منفي اغيز وکړی.
د سوداګرو او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الکوزي رسنيو ته په خبرو کې وويل چې که پايلې نورې هم وځنډيږې دا به په سوداګرۍ منفي اغيز وکړي. ده زياته کړه چې په دې ډول حالاتو کې پانګوال زړه نه ښه کوي چې پانګونه وکړي.نو له دې درکه هره ورځ افغانستان ته مليونونه افغانۍ تاوان اوړې.

خو افغان شنونکي بيا د ټاکنو د پايلو په ځنډ کې د کانديدانو لخوا فشار، او په خپله په کميسیون کې خپل منځې اختلافات بولې. دوی دټاکنو د کميسون د يوه کمیشنر مولانا عبدالله هغه برخورد ته اشاره کوي. چې د ملګرو ملتونو مرستدويې ادارې يا يونما يې په اړه اعتراض کړی وو.

عام خلک هم د پايلو له دې ځنډ څخه تر پوزې راغلي دوی وايې چې هر څومره ژر کيږي کمېسیون بايد د ټاکنو پايلې اعلان کړي.
يو تن محمد سليم وايې: ټاکنو کمېسیون د خلکو په رايې ملنډي وهي دی وايې دا ځل خو ٢ مليونه خلکو رايې ورکړه بل ځل خو ولاکه ٢ سوه تنه هم رايه وکاروي. ځکه په کميسیون د خلکو اعتبار ختم شوی.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې د يوې تر سره شوي سروې له مخې که د افغانستان ٣٥ ميليونه وګړي خپله رايه وکاروي د ټاکنو پايلې به ٧ کاله وروسته اعلانيږي.

Your SEO optimized title page contents