fbpx

فيسبوک له يوه بل نړۍ وال ګواښ سره مخ دی

خبريال وېبپاڼه/ کابل ۱۴ نومبر ۲۰۱۹- د سه شنبې په ورځ د فسبوک ادارې يو داسې خبرداری خپور کړ چې داسې يو ويروس يې موندلی چې زموږ له اجازې او خبريدا پرته د ايفون موبايلونو کيمره څارې او کارووي.

دغه ادراه زياتوي چې د فسبوک اپليکيشن د کارولو په وخت بغير له دې چې کارونکی پوه شې دا ويروس د ايفون موبايلونو کيمره کاروي.

د ۹۵Visualکمنۍ څښتن جاشوا ميدوکس وروسته له هغې دفسبوک اپليکشن دا ويروس وليد چې د فسبوک اپليګيشن د کارولو په وخت کې يې د خپل ايفون موبايل کيمره روښانه وليده.

جاشوا په فسبوک کې د دغې رامنځته شوې ستونزې په اړه په خپل فروفايل يوه ويډيو هم خپره کړه. او په وډيو کې يې په ډاګه کړه چې د انډوريډ موبايل کارونکو لپاره کومه ستونزه نشته خو ده وويل چې د آيفون کارونکي بايد هوښيار اووسې.

د فسبوک ادارې مسوؔلينو امريکايې تلويزونې شبکې C N N ته ويلې چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره يې جدې هڅې پيل کړي او په نږدې راتلونکي کې به يې حل کړې.

بل خوا بيا د ” کينا سيکيورټي“ په نامه د نړيوال سايبري خونديتابه(امنيت) ادارې مسول انجينر جيري ګمبلين وايې چې تر اوس محاله د فسبوک ادارې د دې ستونزې په اړه دوی ته ډاډ نه دی ورکړی.

ګيمبلين د ايفون له کارونکو وغوښتل چې تر څو د فسبوک ادارې ددې ستونزې د حل کيدو په اړه پوره ډاډ نه وي ورکړی.
بايد دفسبوک اپليکيشن د کارولو په وخت د آيفون موبايلونو کيمرو ته متوجه اوسې او له هغوۍ څخه کار اخيستل بند کړي.
د ياد ونې وړ ده چې په نړۍ کې وخت نا وخته دې ته ورته انټر نيټې بريدونه تر سره کيږي.
په دې ورستيو کې د واټسف ټولنيزې رسنې لخوا هم يو خبر خپور شو. په دغه خبر کې د وټسف ټولنيزي رسنۍ د اسرايلو اسخبارتي اداره په دې تورنه کړي وه چې د واټسف اپليکشن پوسطه يې په ۲۰ هيوادنو کې جاسوسي کړي ده

هيره دې نه وي چې په دې ورستيو کې په افغانستان کې هم تر ۳۰۰۰ زيات سايبري بريدونه تر سره شوي.
چې د ټاکنو خپلواک کميسون هم يو خبرداری ورکړی چې ددوی په سايټونو انټرنيټې بريدونه شوي.

او افغان حکومت د دې ستونزو لپاره د سايبري پوليسو يوه څانګه هم رامنځته کړه تر څو سايبري بريدنو او انټرنيټي جرمونو ته رسيدګي ورکړي .
خو تر اوسه د دې پوليسو د فعاليت څرک نه ليدل کيږي.

Your SEO optimized title page contents