fbpx

په حقانې شبکې پورې تړلي کسان څومره مهم دي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ نومبر ۲۰۱۹- تېره ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ولس ته په يوه ټلويزوني وينا کې د حقاني شبکې د دریو مهمو غړو د جلال الدين حقاني زوی انس حقاني ، حافظ رشيد او حاجي مالي خان د خوشي کيدو اغلان وکړ.

ولسمشر غني پرون وويل: “حاجي مالي خان د ولي خان زوی، عبدالرشید د محمد عمر زوی او انس حقاني د جلال‌الدین زوی چې په بګرام زندان کې بندیان دي، په مشروط ډول خوشې کوو.”

په افغانستان کې د سولې او سيميزو مطالعاتو مرستيال حکمت عظمي وايې چې ولسمشر غني دغه طالب زندانيان په دې شرط خوشې کړل چې چې طالب چارواکي به په ښارونو او عامه ځايونو کې تاوترخوالی کموي او له خونړيو بريدونو به لاس اخلي.

حکمت عظمي دا هم وايې چې د دې طالب زندانيانو خوشي کيدل به د سولې په مخا مخ خبرو مثبت اغېز وکړي.

بل خو بيا د طالب چارواکو مشرتابه شورا هم په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويلې که د زندانيانو خوشي کيدا پروسه په سمه بڼه تر سره شې دوی به په خپلو بريدونه له سره غور وکړي. او د دې امکان شته چې ځنې بريدونه راکم کړي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې دا خوشي شوي کسان څومره مهم دي؟

د طالبانو د کوټې شورا يوه غړي رسنيو ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي: چې دا دری کسان د طالبانو لپاره ډير مهم غړي دي او طالبانو يې د راخوشي کولو لپاره ډيرې هڅې وکړي.

دغه طالب چارواکی وايې چې انس حقاني د دې شبکې مالي مسول او حافظ رشيد او حاجي مالي خان د دغې ډلې له مشهور قوماندانو له ډلې څخه شميرل کيږي.

په پاکستان کې ژورناليست اود سياسي چارو شنونکی رحيم الله يوسفزي چې په دې ورستو کې يې پر حقاني شبکي ډير تحللي مطالب خپاره کړي دي، ښاغلی يوسفزی وايې : چې طالبانو دا زندانيان ته دومره مهم وو چې حتی د سؤلې په مزاکراتو او دسولې په وروستي پريکړه ليک کې يې د دوی نومونه په سر کې ليکلې وو.

خو افغان شنونکی او د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزارت کارکونکی وحيد مژده بيا وايې چې دا زندانيان دومره مهم کسان نه دي چې د خوشې کيدو له امله يې طالبان د افغان حکومت غوښتني ومني.

ښاغلی مژده وايې کله چې په بحرين کې د امريکايانو له خوا انس حقاني او ملګري يې ونيول.له نيول کيدو وروسته ورته معلومه شوه چې دا دومره مهم کسان نه دي نو ځکه يې افغان حکومت ته وسپارل.

ږد ياودنې وړ ده چې طالب چارواکو د دې بنديانو د خوشي کيدو په بدل کې د امريکايې پوهنتون د دوو استادانو اسټراليايى کېوين کينګ او امريکايى ټيموني وېکس چې درې کاله مخکې په کابل کې تښتول شوي وو د خوشي کولو ژمنه کړي ده.

Your SEO optimized title page contents