fbpx

محمدنبي کېنټ لوبډلې سره بیا لوبيږي

خبریال ډاټ کام/۱۴ نومبر ۲۰۱۹- د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الروانډر محمدنبي عیسخېل به د انګلیستان ویټاليټي بلاسټ سيالیو کې د دوهم ځل لپاره کېنټ لوبډلې ته راستون شي.

محمدنبي عيسخېل چې پدې وروستيو کې يې د ای سي سي د الروانډرانو په نوي درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی. د کېنټ لوبډلې لپاره يې په تیر موسم کې په زړه پورې لوبې ترسره کړي وې.

د یادولو وړ ده چې نبي عيسخېل په تیرو ويټاليټي بلاسټ سیالیو په نهو لوبو کې د( ۱۵۳،۱۲) سټرايک رېټ سره ټولې ۱۴۷ منډې جوړې کړې. نوموړي په يوه لوبه کې د سوری لوبډلې خلاف په دوولس توپونو ۴۳ چټکې منډې جوړې کړې او خپلې لوبډلې ته يې بریا ور په برخه کړه.

نوموړي پخپل اف سپين بالینګ سره د ۷،۲۲ اقتصادي يا اکانومۍ رېټ سره اته ويکټې هم اخيستي وې او درې کيچونه يې نیولي و.

نبي عيسخېل د نړۍ په مختلفو لیګونو، بیګ باش،ای پي ايل، بي بي پي ایل او نورو ليګونو کې لوبې ترسره کړي او د سيالیو تجربې له ځان سره لري.

نبي عيسخېل پدې وروستیو کې د سل توپیزو سيالیو په نيلامۍ پړاو کې هم د لندن سپئيرټ لوبډلې لخوا په دوهم راونډ کې واخیستل شو.يادې سل توپونو سيالۍ به راتلوونکي کال د انګلیستان په کوربتوب د اتو سيمه ايزو لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي به پکې برخه واخلي.

نبي عیسخېل ويلي په لومړي پړاو کې يې د لوبو څخه خوند اخیستی او ډير خوښ دی چې بیا ځلې به د یادې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

هغه وویل: (( په لومړي پړاو کې د کېنټ لوبډلې سره د لوبو مو ډیر خوند اخیستی، خوښ يم چې د یو بل کال لپاره ويټالیټي بلاسټ سیالیو ته راستانیږم.په لوبډله کې ښه استعداد شته،پدې هيله چې ښې لوبې وکړو.))

د کېنټ لوبډلې ډایريکټر پال ډنډټن پدې خوښي ښکاره کړې چې د دوهم ځل لپاره يې محمدنبي عيسخېل يې په لوبډله کې له ځان سره نیولی دی.

نوموړي وویل: ((په بلاسټ سيالیو کې چې ښه لوبې ترسره کړې. باید په لوبډله کې د سيالۍ ګټوونکي لوبغاړي هم ولرې. نبي تیر کال مونږ ته وښوده چې څومره وړتیا لرونکی لوبغاړی دی.))

ډنډټن زیاتوي چې نبی ددې وړتیا لري چې د لوبې په هره مرحله کې توپ اچونه ترسره کړي او همداشان په توپ وهنه کې بیا توپونه له ګروانډ څخه بهر کوي.

ياده دې وي چې نبي عيسخېل د ويسټ انډيز خلاف په وروستۍ دریمه يو ورځنۍ لوبه کې په ۶۶ توپونو د ۵۰ منډو په جوړولو سره په يو ورځنیو لوبو کې خپله پنځلسمه نيمه سلیزه هم بشپړه کړه. خو افغان لوبډله ياده سیالي په پنځو ویکټو ویسټ انډيز ته بایلوده او پدې سره د ویسټ انډيز لخوا په بشپړه توګه درې په صفر کلین سويپ شوه.

Your SEO optimized title page contents