fbpx

سیمنز: د افغانستان خلاف شل اوریزو لوبو کې به بریا خپلوي

خبریال ډاټ کام/۱۴ نومبر ۲۰۱۹- د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني او د ويسټ انډیز لوبډلې اوسني روزونکي پېل سیمنز پخپلو لوبغاړو غږ کړئ دی چې د افغانستان خلاف په شل اوریز سیریز کې هم له ورته انرژۍ څخه چې په یو ورځنیو لوبو کې يې واخيسته کار واخلي.

پېل سیمنز چې د زیاتې مودې وروسته بیا ځلې ویسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې ته روزونکي په توګه راستون شوی دی. وکولای شول چې پخپله لومړی روزنه کې ویسټ انډيز لوبډلې ته بریالی پيل ورکړي.

د افغانستان خلاف د سیریز بریا سره ويسټ انډيز وکولای شول چې د پنځو کالونو ځنډ وروسته په لومړي ځل د يو ورځنیو لوبو سيریز بریا خپله کړي.

ويسټ انډيز په لومړی يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په اوو ویکټو، په دوهمه لوبه کې په ۴۷ منډو توپير او په دریمه لوبه کې په پنځو ویکټو ماتي ورکړه.

سیمنز په یو ورځنیو لوبو کې د خپلې لوبډلې کارکردګي وستایله او له هغوی يې وغوښتل چې شل اوریزو لوبو کې هم په منظم پلان سره لوبې وکړي او افغانستان ته ماتي ورکړي.

نوموړي وويل: (( یو ورځنیو لوبو سیریز کې هره برخه ښه وه، دوی ډيره زبردسته لوبه وکړه، کوم پلان چې وو د هغه مطابق لوبه يې وکړه.مونږ له خپلو لوبغاړو غواړو چې په شل اوریزو لوبو کې هم د پنځوس اوریزو لوبو په څير په ښې انرژۍ او تقويت سره لوبې وکړي.))

نوموړي وویل، لکه څنګه چې مونږ په يو ورځنیو لوبو کې جدي او کلک وو،همداسې باید په ټولو پارمټونو کې جدي او سخت واوسو.

نوموړي همداشان وويل چې نړیوال شل اوریز جام را روان دی او تر هغې پورې تقریبا مونږ ۲۱ شل اوریزې سيالۍ لرو، پلان دا دی چې ښه پکې وځلیږو، نړیوال جام ته اماده واوسو.

۵۶ کلن سيمنز هغه مهال چې کله ويسټ انډيز د ۲۰۱۶ کال نړیوال شل اوریز جام اتلوالي خپله کړه د لوبډلې روزونکی و.

 سیمنز په وینا چې دا ځلې به اسټرالیا په کوربتوب ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام ته به هم په خوښۍ او موسکا سره ځي،ځکه چې دوی په تير نړیوال جام کې کارابین خلکو ته یوه ستره خوښي راوړي وه.

سیمنز زیاته کړه چې سر له اوسه نړیوال جام ته تیاری پيلوي.

((که چيرې غواړو د اسټرالیا په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام اتلوالي خپله کړو. مونږ باید سر له اوسه سره کینو او د پلانونو په جوړولو کار پیل کړو…مونږ ښې شپږيزې،بې حده ښې شپږيزې وهلی شو، ددې ترڅنګ باید د لوبې په نورو اړخونو سينګلو،یارکرو او په توپ نيونې پام وکړو. په ټوله کې د لوبې په هر اړخ باید زمونږ پام جاري وي چې وکولای شو د خپلې تیرې اتلوالۍ څخه په میړانه دفاع وکړو.))

ټاکل شوي چې ويسټ انډيز لوبډله په نوي کال جنورۍ مياشت کې پخپل کوربتوب لومړۍ درې لوبې له ایرلینډ سره ترسره کړي.له هغې وروسته به بیا په مارچ میاشت کې سریلانکا ته لاړه شي او هلته به له کوربه لوبډلې سره دوه لوبې ترسره کړي.همداشان د کال په نيمايي کې به له نيوزیلینډ او افریقا سره درې او پنځه لوبې ترسره کړي. له هغې وروسته به نړيوال جام ته د لوبډلې په برابرولو پيل وکړي.

ټاکل شوي چې د ويسټ انديز او افغانستان کریکټ ملی لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سيریز لومړۍ لوبه به نن ماښام په شپږ بجې په ایکینا لوبغالې کې ترسره شي.

Your SEO optimized title page contents