fbpx

په مصر کې يو داسې جاوديې ځای چې په ورځ کې ٣ ځله خپل رنګ بدلوي

خبريال وېبپاڼه / ۱۴ نومبر ۲۰۱۹ – سيلانيان وايې د دغه عجيب او جادويې ځای ليدل ډير په زړه پوري دي خو بيرته ترې راتګ سخت او د سړي زړه نه راځې.

په لرغونې مصر کې د فارافرا په سيمه کې يوه عجيبه دښته ده چې ډيری خلک د هغې ليدو ته ورځې ، دغه سپين رنګه عجيبه دښته د قسرا صحرا شمال ختيځ ته پرته ده.
په دغې کچې سپن رنګې دښته کې عجيب و غريب او نا پيژندل شوي شکلونه او ځايونه شتون لري.
دغه دښته د لويو ډبرينې تختو پواسطه پوښل شوي ده.
دغه دښته د لمر د وړانګو او د خرمې د ګرمۍ په وخت کې سپين رنګ غوره کوي. او د مازيګر په وخت کې بيا خپل رنګ بدلوي هغمسې د لمر د وړانګو په څير ښکلی طلایې رنګ اختياروي
او بله جالبه لا دا چې د وريځې او باران په وخت کې توبخون(تور ته مايل) رنګ غوره کوي.
لکه څتګه چې مو مخکې وويل په دغې دښته کې بيخي عجيب ځايونه شته چې دهغو له ډلې یو هم کوټنۍ يا صخرې يادولای شو. په دغې صحرا کې په هرې کوټنۍ يې نوم ايښی تر څو معلومې شې. لکه د يوازيتوب کوټنۍ د چادري کوټنۍ ….

په تیرو زمانو کې دا بيابان د سمندر په غيږه کې راګير او ټول د اوبو لاندې وو، او دغه کوټنۍ او رسوبي ځايونو له هغه وروسته چې سمندر وچ وحشي حيواناتو رانتځته کړو تر څو هلته ژوند وکړي.چې له دې وروسته دغه دښته د بيلابيلو حيوانو ټاټوبی او په يوه شنه او ځنګلي سيمه بدله شو، له ميلاد مخکې انسانانو لپاره د ښکار تر ټولو غوره ځای وه.
ځکه په دغه بيابان کې ځني سيندونه هم وو چې کبان او دې ورته نورو حيواناتو پکې ژوند کول .

ډيرې پيړۍ تېري شوي چې دغه دښته د سمندر له اوبو وچه شوي خو اوس هم هغه د ساحل غاړي شتون لري چې د اوبو څپو وهلي وي.
د مصر په فارافرا سیمه کې دغه حيرانوکی طبعي ځای ډير امن ځای بلل کيږي او د صحرايې پارک په نامه مشهور دی.

شايد مصر ته تللي ياست او يا ولاړ شې ددغه بيابان تر ټوله ښه منظره د سهار لمر راختل او د مازيګر لمر لويدل دي چې په طبعي ډول ددغه پارک فضا ښکلي کوي. او ددې صحرايې پارک په عجيبو ځايونو کې ژوند کول بيل خوند لري.

په دغه لرغونې او عجيبه دښته کې يوه بله سيمه هم شته چې دنوی بيابان په نامه ياديږي او په دې دښته کي يوازي د اوښ په مرسته ځايونه ليدلای شو.

Your SEO optimized title page contents