fbpx

افغانستان ایمرجینګ لوبډله له ماتي سره مخ شوه

خبریال ډاټ کام/۱۴ نومبر ۲۰۱۹- د بنګله دېش په کوربتوب د اسيا ایمرجینګ کپ سيالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان ایمرجینګ لوبډله د پاکستان ایمرجینګ لوبډلې لخوا له ماتي سره مخ شوه.

پدې سيالۍ کې افغانستان ایمرجینګ لوبډلې د لومړۍ د توپ وهنې په کولو سره ونشول کولای چې د لوبې ټاکلي پنځوس اورونه ولوبوي او ټوله لوبډله په (۴۲،۲) اورونو کې په ۱۳۸ منډو وسوځیده.

ټاکلی هدف پاکستان ایمرجینګ لوبډلې په اسانۍ سره د دوو لوبغاړو په سوځيدو په ۳۶م اور کې ترلاسه او په ۸ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د افغانستان ایمرجینګ لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې عبدالمالک (۱۵)، ناصرخان (۱۳)، بهیرشاه (۱۷)، سمیع الله شينواري (۱۱)، وحيد شفق (۱۶) او منیر کاکړ تر ټولو ډیرې (۴۱) منډې جوړې کړي وې.

د پاکستان ایمرجینګ لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې محسين خان څلور ویکټې ترلاسه کړې. همداشان احمد بټ او خوشدل دوه-دوه ويکټې ترلاسه کړې.

د پاکستان ایمرجینګ لوبډلې لخوا توپ وهنه کې اومېر يوسف ۳۸، حیدرعلي ۱۶، روهل ناظر ۵۳ او سعود شکيل ۳۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان ایمرجینګ لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې نجات مسعود په پنځو اورونو کې د اتلسو منډو په ورکولو سره يو لوبغاړی وسوځاوه. همداشان عبدالوسيع په ۹ اورونو کې د ۳۱ منډو په ورکولو سره يو لوبغاړی وسوځاوه.

د ایمرجینګ کپ سيالیو په نورو لوبو کې سریلانکا لوبډلې په څلور ویکټو عمان لوبډلې ته، هندوستان ایمرجینګ لوبډلې په اوو ويکټو نیپال ته، او بنګله دېش ایمرجینګ لوبډلې په نهو ویکټو هانګ کانګ ته ماتي ورکړه.

د یادولو وړ ده چې ددې سيالیو په لړۍ کې به سبا نه بل سبا د نومبر په شپاړلسمه نېټه افغانستان ایمرجینګ لوبډله خپله دوهمه لوبه د عمان سره ترسره کړي.

همداشان به بنګله دېش له هندوستان سره، سریلانکا به له پاکستان سره او نيپال به له هانګ سره لوبه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې پدې جام کې به سریلانکايۍ لوبډله د خپلې تیرې اتلوالۍ څخه د دفاع هڅه کوي.

Your SEO optimized title page contents