fbpx

د هند بهرنيو چارو وزارت د پاني پت فلم په اړه د سانسور بورډ ننګولی

خبريال وېبپاڼه/ ۱۴ نومبر ۲۰۱۹ – د هند په ممبۍ ښار کې افغان قونسل نسيم شريفي په يوې خپره شوې اعلاميه کې ويلې دي چې له پرله پسې هڅو وروسته د روانې نومبر مياشتې په ١٣ مه نېټه توانېدلی چې د هندي فلمونو د سانسور بورډ له یوه لوړ پوړي چارواکي سره وګورو.

نسيم شريفي زياتوي، چې په دې کتنې کې مو د سانسور بورډ له دې چارواکي سره د پاني پت د راتلونکي فلم ، په اړه د افغانانو په منځ کې راټوکيدلې اندېښنې، افغانستان او هند په تاريخي دوستي او د دې دواړو هيوادنو تر منځ په کلتوري اړيکو هر اړخيزې خبري وکړې.

ښاغلی شريفې دا هم وايې چې د سانسور بورډ دې چارواکي ورته ډاډ ورکړی، أو ويلې يې دي چې که د بيا کتنې يا ارزيابۍ په وخت کې د پاني پت په فلم کې داسې څه ووينې چې د لوی احمد شاه بابا شان ته سپکاوی او يا دشته اصولو خلاف څه پکې وي د خپرولو اجازه به ورنه کړې چې تر څو هغه په نښه شوي صحني اصلاح نه کړي.

د خپرې شوې اعلاميې له مخې د سانسور بورډ غړي زياته کړي که د پانې پت په راتلونکي فلم کې د دې دواړو هيودونه فرهنګ او اسلام ته د زيان رسولو کومه هڅه شوي وي. دوی اجازه نه ورکوې چې د رتلونکي ډیسمبر په ٦ نيټه دې دا فلم خپور شې بلکې له اصلاح کيدو وروسته به په کومه بله نيټه خپريږي.

افغان قونسل دا هم ويلې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له پرله پسې انديښنو او ټينګار وروسته د هند د بهرينو چارو وزارت دې ته اړ شوی چې د پاني پت د فلم په اړه يو رسمې ليک د هندي فلمونو سانسور بورډ ته وليږې.

د يادونې وړ ده چې د پاني پت فلم د خپريدا تر اعلان وروسته په کور دننه او بهر کې د ګڼو افغانانو غبرګونونه را وپارول او دوی انديښنه څرګنده کړه چې هسې نه په دې فلم کې د افغانستان لوی امپراطور احمد شاه بابا ته سپکاوی شوی وي.

خو د دې فلم اتل يآ هيرو سنجيدت له رسنيو سره په خبرو کې ويلې چې په دې فلم کې احمدشاه بابا ته سپکاوی نه دی شوی بلکی څنګه چې تاريخ ليکل شوی همغسي فلم جوړ شوی.
سنجيدت زياتوي که د احمد شاه بابا رول منفي وای دی دهغه په څيره کې نه را څرګنديده.

بلخوا بيا افغان قونسل ټينګار کوي چې دوی هم کوښښ کوي چې د دې فلم له ډايريکټرانو سره وګورې، که کومه ستونزه په دې فلم کې وه له سانسور بورډ سره به يې يو ځای حل کړې.

Your SEO optimized title page contents