fbpx

بي پي ايل ډرافټ پړاو نن ترسره کيږي

خبریال ډاټ کام/۱۷ نومبر ۲۰۱۹- د راتلوونکي پړاو بنګله دېش پريمير لیګ سيالیو لپاره د لوبغاړو پېر پړاو نن ماښام د بنګله دېش په وخت شپږ بجې د داکې ښار په سيټي هوټل کې ترسره کيږي.

ددې سيالیو د پېر پړاو لپاره ۴۳۹ خارجي لوبغاړو او همداشان ۱۸۱ بنګله دېشي داخلي لوبغاړو نوم لیکنه کړي ده.

دا ځلې د اوو ګډون کوونکو لوبډلو ملکيت پخپله بنګله دېش کریکټ بورډ په غاړه لري،چې ځینو ته یې سپانسران پيداکړي او د ځنیو سپانسري بیا پخپله کوي

دا ځلې ټولې لوبډلې په نوو نومونو اشتراک لري چې عبارت دي: جامونا بانک داکا پلاتون، پريمیر بانک خولنا ټایګرز، راج شاهي رویلز،رنګپور رنجرز، سېلهېټ تندرز، کومیلا ویرئیرز او چټوګرام چیلینجرز.

بنګله دېش کریکټ بورډ د اوو ګډون کوونکو لوبډلو څخه يوازې د دوو لوبډلو د کومیلا ويرئیرز او سېلهېټ تندرز لپاره د سپانسرانو په پيدا کولو ونه توانیدل او ددغو لوبډلو سپانسري يې پخپله غاړه واخیسته.

د لوبغاړو کيټګوری په شپږو برخو (اې پلس،اې،بي،سي،ډي،اي) ويشل شويدي.

د اې پلس ګيټګوری لوبغاړي په پنځوس لکه قیمت سره ځای شوي چې دا د تیر کال څخه ۲۵ لکه داکايي روپۍ کمښت دی.

 په اې،بي،سي،ډي او اي کيټګوری کې شامل لوبغاړي بيا پخپل همغه قيمت شتون لري، لکه څه قسم چې تیر کال کې وو.

د (اې) کيټګوری لوبغاړي په ۲۵ لکه داکايي روپۍ قیمت سره شتون لري.

د (بي) کيټګوری لوبغاړي په اتلس لکه داکايي روپۍ قیمت سره شتون لري.

د (سي) کيټګوری لوبغاړي په دوولس لکه داکايي روپۍ قیمت سره شتون لري.

د(ډي) کيټګوری په اته لکه داکايي روپۍ قیمت سره شتون لري.

د(اي) کيټګوری لوبغاړي به پنځه لکه داکايي روپۍ قیمت سره شتون لري.

په اې پلس کيټګوری يا تر ټولو قیمتي کيټګوری کې خارجي لوبغاړي یوولس دي چې عبارت دي: شاهدخان افریدي، تیسارا پریرا، ډواین سمهت،محمدنبي،شعیب ملک،کریس ګېل،مجیب ځدراڼ،حسن علي،رایلی روسوو،درن براوو،ډېن ویلس په (اې پلس) کیټګوری کې شامل دي. د خارجي لوبغاړو علاوه بنګله دېش لوبغاړي هم پدې کیټګوری کې قرار لري.

دا ځلې دا ټورنامینټ د بنګله دېش هیواد بنسټګر  بنګابندو شيخ مجیب الرحمن د سلمه کالیزې په وياړ (بنګابندو بي پي ايل) نوم نومول شوی دی.

ټاکل شوي چې اووم پړاو بي پي ايل سيالۍ به د راتلوونکي دسمبر میاشتې په یوولسمه نېټه پيل چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ شپاړلسمه نېټه به پای ته وراسيږي.

دا هغه وخت دی چې پاکستان، سریلانکا او ویسټ انډيز لوبډلې پکې سيالۍ لري او ممکن د دوی ځینې مشهور لوبغاړي پکې ګډون ونکړي.

Your SEO optimized title page contents