fbpx

افغانستان او ويسټ انډيز د سیریز وروستۍ لوبه کوي

خبریال ډاټ کام/۱۷ نومبر ۲۰۱۹- افغانستان او ويسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا د هند په لکنو لوبغالي کې یو له بل سره د شل اوریز سیریز په وروستۍ لوبه کې مخ کيږي.

افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په ترسره کړل شوو پنځو شل اوریزو لوبو کې څلور ویسټ انډيز او يوه افغانستان ګټلي ده.

افغانستان د ويسټ انډيز خلاف په روانو لوبو کې هغه شانتې چې تمه وه ندی ځلیدلی، لومړۍ یې د یو ورځنیو لوبو سيریز له لاسه ورکړ، ورپسې يې شل اوریزه لوبه هم بایلوده. خو دوهمه شل اوریزه لوبه کې افغانستان بیرته لوبې ته راستون شو او سيالي يې په ۴۱ منډو توپیر وګټله.

افغانستان کریکټ ملي لوبډله به په ننۍ لوبه کې هڅه کوي چې دوه ځلې د شل اوریز نړیوال جام ګټوونکي ويسټ انډيزۍ لوبډلې څخه د شل اوریزو لوبو سيریز پخپل نوم کړي.

له بلې خوا ويسټ انډيز هم تر زیاتې مودې د سیریزونو ګټلو خوند ندی ترلاسه کړی، دوی به هم ددې ليواله وي چې د افغانستان څخه د شل اوریزو لوبو سيریز کې هم بريا خپله کړي، د یادې لوبډلې کپتان تیره ورځ په خبري کنفرانس کې هم وویل چې لوبډله به يې هڅه وکړي چې په وروستۍ لوبه کې هم بریا خپله کړي.

تیره سيالۍ کې افغانستان د کریم جنت د ښکلي توپ اچونې په مټ سيالۍ ګټلي وه. خو نورو سينئیر لوبغاړو بیا هم د تيرو لوبو کې له خپلو غلطيو څه زده نکړل،که څه هم د لوبډلمشر د هرې لوبې وروسته دا ډاډ ورکوي چې بیا به غلطۍ نه تکراروي. خو مونږ وینو چې همغه غلطۍ بيا هم سنئیر لوبغاړي تکراروي.

په ځینو سينیئر لوبغاړو د خلکو له خوا دا نیوکې کیږي، چې ګواکې دوی په خارجي لیګونو کې ښکلي لوبې کوي او د افغانستان لپاره همغه شان لوبې په قصدي توګه نه ترسره کوي.

ننۍ سيالۍ کې دغه لوبغاړي د کارکردګیو په اساس مهم شمیرل شوي دي.

۱- کسرېک ويلیمز: د ويسټ انډيز لپاره په روان سیریز کې ښي لاسی چټک توپ اچونکی کسرېک ويلیمز ښکلي لوبه کړې، نوموړي پدې سيریز کې د نورو توپ اچوونکو په پرتله تر بل هر چا افغان توپ وهونکو ته ډيرې ستونزې جوړې کړي دي.نوموړي په ترسره کړل شوو دوو لوبو کې (۶) څخه په ټيټ اوسط سره درې ويکټې اخیستي دي.

ویلیمز په دوو لوبو کې دوه ځلې افغان اوپنر کریس ګېل له مخې پورته کړئ دی، وبه ګورو چې نوموړی نن خپل د سوځولو هټریک جوړولی شي او که یه؟

ايون لیوس: دغه چپ لاسي توپ وهونکي په لومړی لوبه کې ۶۸ منډې جوړې کړې، څلور څلوريزې او شپږ شپږيزې يې ووهلې.د ممبی انډیانز لوبډلې دغه پخواني لوبغاړي په دوهمه شل اوریزه لوبه کې هم د ښې لوبې په هڅه کې وه، خو ونه توانید او يوازې په ۲۲ توپونو يې ۱۴ منډې جوړې کړې.دا چې د ای پي ايل اکشن هم را روان دی. نوموړی به ددې هڅه کوي چې ننۍ سيالۍ کې خپل فوم وښيي.

کریم جنت: ۲۱ کلن الروانډر کریم جنت په تيره لوبه کې د خپلې ښکلي توپ اچونې سره هر څوک حیران کړل. نوموړي د یوولس منډو په بدل کې پنځه ويسټ انډيزي لوبغاړي له مخې پورته کړل.نوموړی لومړی توپ اچونکی شو چې د ویسټ انډيز خلاف ښه توپ اچونه ترسره کوي، لدې وړاندې پاکستاني عماد وسیم د ویسټ انډيز خلاف ښه توپ اچونه ترسره کړي وه چې د ۱۴ منډو بدل کې يې پنځه ویسټ انډيزي لوبغاړی سوځولي وو.

کریم جنت ته په تیره سيالۍ کې د فرید ملک په ځای لوبډله کې ځای ورکړل شوی و، نوموړي خپله وړتیا وښوده، په دریم پوزیشن توپ اچونې ته راښکته شو، د پنځو څلوريزو په مټ سره يې په اتلسو توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې.

افغان مينه وال به بیا هم له کریم جنت څخه د ورته کارکردګۍ تمه لري.

Your SEO optimized title page contents