fbpx

په سعودي عرب کې ١٤ سلنه الکول لرونکي شراب حلال اعلان شوي

خبريال وېبپاڼه ۱۷ نومبر ۲۰۱۹- په هغه ويډيو چې په ټولنېزو رسينو خپره شوي ادعا شوي چې په سعودي عربستان کې د ١٤ سلنې لرونکي شراب حلال اعلان شوي او په عمومي ډول به يې پلور پيل شي.

په دغه ويډیو کې چې د شرابو په لوی پلورنځي کې رنګا رنګ شراب ښکاري ، يو سړی چې ښکارې پلورنکی دی له دوو نورو سره د شرابو د حلاليدو په اړه خبري کوي او وايې چې له دې ورسته به په سعودي عربستان کې شراب په عام ډول خرڅيږي. دوی په دې ويډيو کې د شرابو په بوتل هغې ١٤ سلنې نښي ته اشاره او ټينګار پرې کوي.

خو تر دې مه د سعوي چارواکو په رسمي بڼه په دې اړه څه نه دي ويلې.
د سعودي يوه لوړپوړي چارواکي نړيوالو رسنيو ته ويلې چې دغسې راپورونه نشې تاييدولای.

په ویډيو کې ليدل شوي د شرابو ځايونه ممکن د مسلمانانو لپاره نه وي او په سعودي کې دغه د شرابو د پلور ځايونه شايد د غيري مسلمانانو لپاره وي.

څه موده مخکې هم د سعودي عربستان په اړه اوازې خپرې شوې چې شراب خرڅول او پيرل پکې قانوني بڼه غوره کړي.

د يادونې وړ ده چې د محمد بن سلمان له پاچا کيدو وروسته په سعودي عربستان کې ډير بدلونونه راغلي ،چې ځينو هغو يې پراخ غبرګونونه او انديښنه هم را وپارولې.
ددې بدلونونو له ډلې څخه د سینماګانو پرانستل ، د کنسرتونو اجازه او د ښځو نسبي ازادي ياد ولای شو.

١- ښځو ته د موټر چلونې ازادي
روان کال سعودي ښځو ته د موټر چلونې لايسسن يا اجازتنامې ورکړې. چې تر دې وروسته به ښځې د موټر تر څنګ موټرسايکل هم چلولای شې.

٢ سټيوډيم يا لوبغالي ته دتګ ازادي
سعودي ٢٠١٨ کال کې ښځو ته د لوبغالي د تګ اجازه ورکړه.

٣ د سینما پرانستل
له ٣٥ کلونو وروسته محمد بن سلمان سينما پرانستله.

٤ د کنسرت جوړولو ازاد
په ٢٠١٨ زيږديز کال کې رپپر نيلي او ګيمز آف تهرونز دوو مشهورو هنرمندانو له سعودي عربستان څخه ليدنه وکړه جان تراولتا هم دغه هيواد ته تللی وو. چيرته چې هغه له خپلو مينه والو سره وليدل.

Your SEO optimized title page contents