fbpx

د پوهنې وزارت: په لوګر کې د زده کوونکو د جنسې ځورونې راپور بې بنسټه دی

خبريال وېبپاڼه/ کابل ۱۷ نومبر ۲۰۱۹- د افغانستان د پوهنې وزارت هغه سروي ناسمه بولې چې په لوګر ولايت کې د يوې مدني ټولنې لخوا تر سره شوي ، او د ګارډين ورځپاړنې له لورې خپره شوې ده په دې سروې کې ويل شوي دي چې د دې ولايت په ٦ شپږو ښونځيو کي په څه باندي ٥٠٠ زده کوونکو جينسې تيري شوي دي.

ددغه وزات ويانده نوريه نزهت د دې سروې د ردلو تر څنګ وايې: هغه څه چې دې ټولنې خپاره کړي يو بشپړ تحيق نه دی. ځکه د نوموړې په خبره د څيړنې طريقه ، کافې اسناد او ثبوتونه او دا چې په دې سروې کې له څومره کسانو سره خبري شوي څرګنده نه ده.

اغلې نزهت زياته کړه چې د دې موضوع د لا ښې روڼتيا لپاره يې يو هیئت ټاکلی چې له کابله به لوګر ته ځې او هلته به د دې سروې په اړه تحقيق کوي چې وروسته به يې پايلې له رسنيو سره شريکې شې.

بل خوا بيا د لوګر والي محمد انور اسحاق زي رسنيو ته ويلي: چې دوی هم يو پلاوی ټاکلی تر څو د مدنې ټولنه لخوا په خپره شوي سروې باندي څيړنې وکړي.

ښاغلی اسحاق زی زياتوي تر دې دمه چې کوم معلومات ده ته رسيدلي دي، دا سروې بې بسنټه ده، پکې لګول شوي ټول تورونه بې ثبوته دي . ده وويل د مدنې ټولنې مشر بايد ددې سروې چې په رسنيو کې يې خپره کړي ثبوتونه وړاندې کړي،.

د لوګر والي خبرداری ورکړی که ثابته شې چې دا تورونه بې بسټه دي عاملينو ته به يې سخته سزا ورکړي.

د ګارډين ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې د مدنې ټولني مشر محمد موسی هغه وخت دا سروې خپره کړه چې نيږې ١٠٠ ويډیوګاني يې د خواله رسنيو څخه تر لاسه کړي .او په راپور کې دا هم راغلي چې د دې ويډيوګانو تر خپريدو ورسته ٥ زده کوونکي د خپلو کورنيو له لوري وژل شوي او ځنې نور له سختو تهديونو سره مخ شوي دي.

هيره دې نه وي چې د لوګر د مدنې ټولنې مشر محمد موسی ځان پټ کړی او نه غواړي له رسنيو سره خبري وکړي.

بل خوا بيا د چارو شنونکي دا سروې بوګنوونکي او له حقيته خالي بولي دوی ادعا کوي چې ډیری وخت داسې څيړنې له حقيقته لري وي او مغزض اشخاص غواړې د دې څيړونو په خپرلو سره د انجنو او هلکانو د تعلم مخه ونیسي.

دانش

Your SEO optimized title page contents