fbpx

ارجون کپور او راکول پرېت سینګ د فلم لپاره شوټينګ پيل کړ

خبریال ډاټ کام/۱۷ نومبر ۲۰۱۹- فلم پروډسر او جوړونکي بهوشن کمار د راتلوونکي نوي فلم لپاره د ارجون کپور او راکول پریت سینګ سره تړون وکړ. دا به لومړي ځل وي چې دواړه جوړه ارجون او راکول په يوه فلم کې په ستر سکرین د مینه والو مخ ته راښکاره کيږي.

تراوسه د فلم جوړونکي لخوا د فلم سرلیک ندی ښکاره شوی.

ددغه فلم جوړونکي پروژې د نومبر په شپږمه نېټه ددغه نوي فلم جوړولو اعلان کړې و، او ددې فلم لپاره د شوټینګ چارې د دواړو فلمي ستورو لخوا نن پيل شوې.

ارجون کپور پخپل انسټګرام کې د خپلې ملګرې رکول پریت سينګ سره یو ځای تصویرونه خپاره کړي او نوموړی پکې خوښ ښکاري.

په انسټګرام پاڼه د تصويرونو خپرولو وړاندې نوموړي واضحه کړې چې د خپل څوارلسم فلم لپاره يې  شوټینګ ته چمتوالی نیولی دی.خو نوموړي د فلم سرلیک ندی اعلان کړی.

پخپله د فلم پروډسر بهوشن کمار هم ددغه فلم سېټ څخه ځینې تصویرونه پخپله ټولنیزه رسنۍ خپاره کړي او په هغې کې نوموړی د نورو مرستیالو پروډسرانو سره لیدل کيږي.

بهوشن کمار پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: (( ددغې کورنۍ لخوا ډرامه پيليږي. زمونږ لخوا د نا لقب شوي فلم لپاره شوټینګ پيل شو او ټول ټيم ته ښه بحت او کاميابي پکې غواړم.))

ددغه نوي ډرامې او فلم لپاره شوټینګ به د هندوستان په پنجاب ایالت او همداشان د امریکا په لاس انجلیس ښارونه کې ترسره شي.

لدې فلم نه علاوه به ارجون کپور د اشوتوش ګواریکر لخوا جوړ شوي فلم پاني پت کې هم راڅرګند شي.د پاني پت فلم کې سنجی دت، کریټی سنون، پاډمانی کولاهرپور او زینت امان کار کړی دی.

په پاني پت فلم لا وړاندې د افغانستان خلکو لخوا لدې کبله نیوکې شوي چې ګواکې د افغانستان لوی امپراتور او فاتح احمدشاه بابا ته پکې سپکوی شوی او د سنجی دت لخوا د هغه منفي رول پکې ادا شوی.

رکول پریت سينګ پدې وروستیو کې خپور شوي میلاپ زاوري فلم مړجاوان کې راښکاره شوي وه. په مړجاوان فلم کې سيدرات مالهوتارا،رېتېش دشموک او تارا سوتاریا کار کړی و.

Your SEO optimized title page contents