fbpx

رحمان الله ګربز افغانستان ته سیریز وګاټه

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ نومبر ۲۰۱۹ – د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ په هند کې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروسته نن د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم پای ته ورسېدله، چې پکې د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په پای لوبه کې افغان ملي لوبډلې د رحمان الله ګربز د کامیابې توپ وهنې له امله بریا خپله کړه.

د تل په څېر یو ځل بیا په دې سیالۍ کې لوبډلمشر راشد خان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه چې په ډیر ښه شکل سره یې ترې دفاع وکړه.

د افغان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نن تر ټولو ډیرې منډې رحمان الله ګربز ترسره کړې، نوموړي په یوازې ځان ټوټل ۷۹ چټکې منډې د پنځو شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ جوړې کړې.

ورسره د توپ وهنې په برخه کې مرستیال لوبډلمشر اصغر افغان ۲۴ منډې، محمد نبي ۱۵ او نجیب الله ځدراڼ ۱۴ منډې په وروستیو کې وکړې، چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه .

د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې کټریل، کیمو پاویل او ویلیمس دوه- دوه لوبغاړي وسوځول، ورسره کیرونو پولارډ هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې د افعان لوبډلې له لورې ټاکل شوی د ۱۵۶ منډو هدف په ټول توان سره ترلاسه نکړ، د دوی ۷ لوبغاړي په ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۲۷ منډو په کولو سره وسوځېدل او سیالي یې د ۲۹ منډو په توپیر بایلوده.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر تولو ډیرې منډې شای هوپ ترسره کړې، نوموړی په وروستیو کې په ۵۲ منډو وسوځېد او ایون لیویس هم ۲۴ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه.

د افغان ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې نوین الحق درې لوبغاړي وسوځول، ورسره ګلبدنی نایب، راشد خان، مجیب او کریم جنت یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

په دې سیالۍ کې افغانستان په ۲۹ منډو بریا ترلاسه کړ او د یو ورځنیو سیالیو د سیریز د بایللو وروسته یې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه پر یوه وګټله.

د کرکټ مبصرین او افغان مینوال بیا په یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې ماتو ته په اشارې سره وایي چې تر ټولو عمده لامل یې په لوبډله کې د مافیاوي کړۍ شتون دی، ځکه چې په دې وروستیو کې د بریا خوښي هم د راشد په مشرۍ د اصغر افعان او محمد نبي د ناسمو کړنو له امله خرابه شوې ده.

خلک په کلکه په افغان کرکټ بورډ او ملي لوبډله کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي، دوی وایي کرکټ بورډ اداره دې ژر تر ژره مسلکي شي او په لوبډله کې دې خپلوۍ پالنه نوره له منځه ولاړه شي، څو د ملي لوبډلې د تشویق لپاره ولس یوځل بیا سره لاسونه لپه کړي.

Your SEO optimized title page contents