fbpx

عطا نور: عبدالله دې د قدرت ترلاسه کولو لپاره په سفارتونو نه ګرځي

خبریال وېبپاڼه/ ۱۸ نومبر ۲۰۱۹ – د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو په نوماند او د افغان حکومت پر اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله باندې نېوکې کړي دي هغه پر عبدالله تور پورې کړی دی چې د شخصي ګټو او واک ته د رسېدو لپاره یې هېواد له کړکیچ سره مخ کړی دی.

عطا محمد نور تېره شپه ناوخته په خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې د ټاکنو کمیسیون کارکوونکي خپل کار ته پرېږدي، څو د ټاکنو پایلې په شفاف ډول او په اسانه توګه پرته له کوم خنډه او فشاره اعلان کړي.

عطا محمد نور د عبدالله عبدالله د تېرې ورځې ګواښونو ته په اشارې سره هم وویل، چې عبدالله عبدالله دې نور د قدرت او څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره په سفارتونو نه ګرځي، ځکه چې دا ډول کړنې هېواد له کړکیچ سره مخ کولی شي.

نوموړی زیاتوي، د عبدالله عبدالله په ګډون دې هیڅ یو کاندید په ټاکنو کې د بحران رامنځته کېدو هڅه نه کوي، ځکه چې افغان ولس له دغې ډول کړنو نور ستړی شوی دی او نه غواړي چې بیا ځلي د ۲۰۱۴ کال ټاکنې تکرار شي.

نوموړي زیاتوي، یو شمېر خلک غواړي چې بیا ځلي خلک سړکونو ته راوباسي او د خلکو په زور په افغان حکومت کې څوکۍ ترلاسه کړي، خو دا چاره اوس ممکنه نه ده، ځکه خلک اوس پوی شوي او نه راوځي چې په دې توګه یوازې د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ته په انتظار دي.

څه موده وړاندې هم عطا محمد نور عبدالله ته په خطاب کې ویلي وو چې لطفآ ۵ کاله وروسته د څلورم ځل لپاره په انتخابانو کې د خپل بخت ازمایلو تیاری ونیسه، خو دا ځل د اجرائیه ریاست خوبونه مه وینه.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ورځې په اوږدو کې د ثبات او همپالنې تاکنیز ټیم غړو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د یو خبري کنفرانس له لارې ګواښ وکړ چې د رایو بیا شمېرنه نه مني او نه هم پکې ګډون کوي.

عبدالله زیاتوي، که د جنجالي رایو بیا شمېرنه ونه دریږي نو د ده ټیم د پلویانو په ګډون تیار دی چې د سوله ییزو لاریونونو څخه په ګټې اخیستنې سره په ټول افغانستان کې د رایو بیا شمېرنې مخه ونیسي .

عبدالله وایي، د تاکنو خپلواک کمېسیون دې په خپلې پریکړې بیا له سره کتنه وکړي،ځکه چې په لوی لاس د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې راولي.

اجرائیه رئیس وروسته تر هغې دا څرګندونې او نیوکې کوي چې پرون د تاکنو کمیسیون وویل، چې د نوماندانو او ناظرینو په شتون کې د هغو رایو بیا شمېرنه پیل کړې ده چې په اړه یې زیات شکونه او لانجې موجودې وې.

Your SEO optimized title page contents