fbpx

د هندي فلمي لوبغاړي رېتيک روشن مينه واله د خپل خاوند له لوري ووژل شوه

خبريال وېبپاڼه/ کابل ۱۸ نومبر ۲۰۱۹- په نیویارک کې يوه هندوستاني وګړي خپله ښځه د دې امله وژلې چې د هند فلمي لوبغاړي رهتيک روشن له هنر سره يې مينه وه او د هغه ځانکړيي مينه واله وه.

د امريکايې رسنيو له مخې ۳۳ کلن دنيشور بدهيت چې د نيويارک کويينز سيمې اوسيدونکی دی خپله ٢٧ کلنه ميرمن ”دوجوايې“ د لاس پواسطه په چړو وژلې او له هغه وروسته يې ځان د چت په راځوړندې پکې(پنکې) را ځوړند کړی او مړ شوی.

رسنۍ زياتوي چې دې سړي هغه وخت خپله ميرمن ووژله چې ميرمني يې له رهتيک روشن سره بې کچي مينه دلورده. او د ده له رهتيک روشن څخه ډير بد راتلل.
د نيويارک د سميزو رسنيو په حواله دنيشور په يوه عادي انټرنيټ کلب کې کار کول، د ده او ميرمنې ترمنځ به يې تل د فلمي ستورو پر سر شخړې کيدې.

پوليس وایې چې ميرمن دوجوايې د خپل خاوند دنيشور د تاوتريخوالې په اړه دوی ته څو ځلي شکايتونه هم کړي وو.

د ميرمن دوجوايې يوې ملګرې رسنيو ته ويلې چې دوجوايې يوه ډيره لوستې او ذهنې انجلۍ وه چې تل به يې خپل کارونه په سمه بڼه تر سره کول. دوجوايې ازاد ژوند غوښتل او هغې غوښتل چې له کوره د باندې کار وکړي خو خاوند يې ددې کار مخنوي کاوو او هغه يې تر سخت ګنټرول لاندي راوستي وه. خو هغې هيڅکله د خپل خاوند په اړه اقدامات ونه کړل له هغه يې د طلاق غوښتنه ونه کړه ځکه چې ډيره مېنه يې ورسره درلوده.

د دوجوايې ملګرې زياتوې چې دوجوايې به په کور کې د هرې ستونزې په اړه دې ته ويل او له دې څخه به يې مرسته غوښته.
دا وايې چې دوجوايې د رهتيک روشن له فلمونو سره مينه وه، او د هغه هر نوی فلم به يې حتما کتل او په کور کې به يې تل د رهتيک روشن سندرې ويلې.
چې خاوند به يې هره ورځ دې پر سره شخړې ورسره کولې ځکه د هغه رهتيک روشن بې حده بدې راته.

د نيويارک د پوليسو په وينا دوجوايې يو ځل خپل کور هم پريښی وو خو بېرته د خپل خاوند خاوند تر رضا کيدو وروسته کورته را وستل شوه.

د دوجوايې د مرګ په اړه د هغې خور وايې: دا هغه وخت د خپلې خور له مرګه خبره شوه چې د يوې نامعلومې شمير څخه مسيج ورته راغی په مسيج کې ليکل شوي وو( چې ما دوجوايې ووژله د کور کليانې (کونجۍ) په ګلدانې کې ايښې.
دا زياتوي چې کله موږ ورغلو د دوجوايې تر څنګ د دنيشور جسد پروت وو.

Your SEO optimized title page contents