fbpx

د ډوډۍ خوړلو پر مهال د ټلوېزیون لیدل مو اشتها خرابوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ نومبر ۲۰۱۹ – په ٢١مه پېړۍ کې به داسې کور نه وي، چې له یو ډېر ټلوېزیونونه دې په کې پیدا نه شي، خو که ډېر نه وي هره کورنۍ خو یو ټلوېزیون حتماً لري.
ځیني بیا د ټلوېزیون لیدلو سره ډېر عادت دي.
زیات شمېر کورنۍ په ګډه د ډوډۍ خوړلو پر مهال ټلوېزیون هم ویني.

آیا خبر یﺉ، چې د ډوډۍ خوړلو پرمهال د ټلوېزیون لیدل مو اشتها خرابوي؟

که تاسې د ډوډۍ خوړلو پر مهال هم ټلوېزیون وینﺉ، که خبرونه، سریال یا فلم، کوم ځانګړی د خوښې پروګرام یا هر څه چې وي غواړﺉ ووینﺉ، ټول فکر مو یوازې د ټلوېزیون لیدلو ته اوړي، مخکې له دې چې ځان موړ کړﺉ، غواړﺉ ټلوېزیون ووینﺉ.
که د ډوډۍ خوړلو پر مهال ټلوېزیون وینﺉ او په کومې رسنۍ کې خبري ساعت وي، نو له خپلې ډوډۍ خوړلو مو پام ډېر د خبرونو لیدلو ته اوړي، تر څو د ورځې له مهمو تازه پېښو خبر شﺉ، په خبرونو کې کېدای شي خبریالانو هر ډول پېښې ته پوښښ ورکړی وي، د بېلګې په توګه: که په خبري ټولګه کې د یوې چاودنې پېښې ته پوښښ ورکړل شوی وي، تاسې به هڅه کوﺉ چې ډېر پوه شﺉ، چاودنه چېرې رامنځته شوې؟ ولې رامنځته شوې؟ د څه په واسطه رامنځته شوې؟ څومره تلفات لري؟ دا او دې ته ورته پوښتنې به مو ذهن ته راځي او غواړﺉ به چې ځواب شي درته، نو کله مو چې ذهن د دې پېښې په اړه مصروفیږي، د خپل ځان مړولو او په ارامه ډوډۍ خوړل در نه پاتې کیږي، یا کېدای شي، د پېښې ځای کې داسې صحنه وګورﺉ، چې د انسان روح او روان مخشوشوي نو بیا خو به مو له ډېرې خواشنیۍ هم ډوډۍ له ستونې تېره نه شي.

که ډوډۍ خوړلو پر مهال ټلوېزیون وینﺉ او ستاسې د خوښې سریال/ډرامه یا فلم روان وي، نو تاسې به له ډوډۍ هم ډېر وخت د هغې لیدلو ته ورکوﺉ او نه به غواړﺉ چې یوه صحنه یې هم بې لیدلو پرېږدﺉ.
سریال/ډرامه یا فلم کې هر ډول صحنې رامخته کېدوونکي دي، جالبې، حیرانوونکي، تراژیدي، کومیډي… .
د جالبې صحنې په لیدو به مُسک شﺉ.

د حیرانوونکې صحنې پر لیدو به حیران شﺉ او لا به مو لېوالتیا نوره هم ډېره شي، چې له دې وروسته څه پېښیږي، خو په څنګ کې به یې خپله ډوډۍ خوړل هم هېره کړﺉ.
د تراژیدي صحنې پر لیدلو به مو زړه ډېر خفه شي او فکر به کوﺉ چې ولې داسې وشول یا کیږي بیا نه شﺉ کولی، له ډوډۍ خوړلو خوند واخلﺉ.

د کومیډي صحنې پر لیدو به وخاندﺉ او نوره به مو هم لیدنې ته یې پاملرنه ډېره کړﺉ. له ډوډۍ خوړلو ډېر به د سریال/ډرامې یا فلم لیدل ډېر خوند درکوي.که ډوډۍ خوړلو ته ناست یﺉ، ټلوېزیون وینﺉ او د خوښي پروګرام مو پیل وي، ویاند مو هم د خوښې وي، نو تاسې به حتماً غواړﺉ چې پروګرام ووینﺉ، ویاند ووینﺉ چې نن څنګ ښکاري؟ څه وایي؟ مېلمه یې څوک؟ او پر کومې موضوع ورسره غږیږي؟ نه به غواړﺉ چې د پروګرام یوه صحنه هم در نه بې لیدو پاتې شي.
له دې په توپیر سره نور ډول: ټولنیز، سیاسي فرهنګي، ادبي، کلتوري یا هر ډول پروګرام کېدای شي، چې تاسې به یې لیدل اهم بولﺉ.

خو که د ډوډۍ خوړلو پرمهال غواړﺉ ویې وینﺉ، بیا مو پاملرنه له ډوډۍ خوړلو ډېره ټلوېزیون لیدلو ته ور اوړي، له ډوډۍ خوړلو خوند نه شﺉ اخیستلای، اشتها مو هم خرابوي، له کافي ډوډۍ خوړلو به هم مخکې د مړېدو احساس وکړﺉ، حالانکه تاسې به ډېر وږي شوي یاست، یا په ټلوېزیون کې د هرې خپرېدونکي برخې ته مو پاملرنه له ډوډۍ خوړلو ډېره د هغې لیدلو ته ور اوړي.
نو د ډوډۍ خوړلو پر مهال د ټلوېزیون لیدل مو اشتها ځکه در خرابوي، چې له ډوډۍ خوړلو خوند نه شﺉ اخیستلای ځکه تاسې د ټلوېزیون له لیدو خوند اخلﺉ، مخکې د مړېدو احساس کوﺉ، ځکه تاسې داسې صحنې ولیدې چې نوره مو ډوډۍ خوړل بس کوﺉ.

 

د ټلوېزیون لیدل مو له ډوډۍ خوړلو ځکه راګرځوي، تاسې باید د هغې لیدلو ته ډېر پام وکړﺉ، د ډوډۍ خوړلو پر مهال ټلوېزیون لیدل مو له ډوډۍ خوړلو ځکه منع کوي، چې ډوډۍ باید ستاسې د ټلوېزیون لیدلو مانع ونه ګرځي.
که غواړﺉ، له ډوډۍ خوړلو خوند واخلﺉ، په پوره پاملرنې، ارامه او خوند سره ډوډۍ وخورﺉ، ښه ځان موړ کړﺉ، نو د ډوډۍ خوړلو پر مهال ټلوېزیون مه روښانه کوﺉ!

لیکواله: امنه خان عزیزي

Your SEO optimized title page contents