fbpx

د بي پي ایل د لوبغاړو پېر پړاو ترسره شو

خبریال ډاټ کام/۱۸ نومبر ۲۰۱۹- د (۲۰۱۹ کال نه تر ۲۰۲۰ کال) پورې د بي پي ايل سيالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ يا پېر پړاو  تیره ورځ د بنګله دېش په پلازمینې د داکې ښار په سيټي په هوټل کې ترسره شول.

ددغه ډرافټ پړاو لپاره په مجموعي توګه ۶۲۰ خارجي او داخلي لوبغاړو نوم لیکنه کړي وه. چې پدې کې ۴۳۹ يوازې بهرني لوبغاړي او ۱۸۱ داخلي لوبغاړي شامل وو.

پدې ډرافټ پړاو کې اوو نویو لوبډلو داکا پلاتون،پريمیر بانک خولنا ټایګرز،راج شاهي رويلز،رنګپور رنجرز،سېلهېټ تندرز،کومیلا ويرئيرز او چټوګرام چیلینجرز برخه اخیستي وه.

پخوا به د لوبډلو ملکيت د لوبډلو جوړونکي له مالکانو سره وو، خو دا ځلې بنګله دېش کریکټ بورډ د ټولو لوبډلو ملکيت په غاړه لري او هرې لوبډلې ته يې ډایریکټر ټاکلی. همداشان ددغو اوو لوبډلو د جملې څخه يې پنځو لوبډلو ته سپانسران پيداکړي او د دوو لوبډلو سپانسري يې پخپله غاړه اخیستي ده.

د خارجي لوبغاړو په ډرافټ پړاو کې لومړۍ کریس ګېل د چټوګرام لوبډلې لخوا واخیستل شو، ورپسې ریوي بوپارا د راج شاهي لوبډلې لخوا او محمدی نبي د رنګپور لوبډلې لخوا واخیستل شول. او وروستۍ لوبغاړی يې شاهدخان افریدي و چې د داکې لوبډلې لخوا واخيستل شو.

په بولۍ يا نيلامۍ پړاو کې اوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسخېل، رحمان الله ګربز،نوین الحق،شفيق الله شفق،حضرت الله ځاځی، مجیب ځدارڼ،نجیب ځدراڼ د بيلا بيلو لوبډلو لخوا واخیستل شول.

نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز د خولنا ټایګرز لوبډلې لخوا اخیستل شوي.

محمد نبي د رنګپور رينجرز لوبډلې لخوا اخیستل شوی.

حضرت الله ځاځی د راج شاهي لوبډلې لخوا اخیستل شوی.

مجیب ځدراڼ د کوميلا ويرئیرز لوبډلې لخوا اخیستل شوی.

شفيق الله شفق او نوین الحق د سېلهېټ تندرز لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

ټاکل شوي چې د بنګله دېش پريمیر لیګ سيالۍ به د راتلوونکي دسمبر میاشتې په یوولسمه نېټه پيل چې د جنوری تر شپاړلسمې نېټې به دوام وکړي.

د لوبډلې سکواډونه په لاندې ډول دي.

۱:- داکا پلاتونز لوبډله: تمیم اقبال،انعام الحق،حسن محمد،مهدي حسن،تيسارا پریرا،لیوری ايونس،عارف الحق،مومین الحق،شواګتا هام،مشرفي مرتضی،وهاب ریاض،آصف علي،رقيب الحسن،ذاکرعلي،لوس ريېس،شاهدخان افریدي.

۲:- خولنا ټایګرز لوبډله: مشفيق الرحيم،شفيع الاسلام،نظم الحسين،امین الاسلام،ریلی روسوو،روبی فریلانک،شمس الرحمان،سيف حسن،مهدي حسن،شاهدالاسلام، محمد عامر،نجیب الله ځدراڼ،الیاس اسلام،تنوير اسلام،رحمان الله ګربز.

۳:- چټوګرام چیلینجرز لوبډله: محمدالله،عمرل قیس،ناصرحسين،روبیل حسين،کریس ګېل،کیسریک ویلیمز،نورالحسن،انعام الحق جونیئر،مختارعلي،پیناک ګوش،ایوشکا فرننډو،ریاض عمرت،نصوم احمد،جنيد صدیق،ریان بورل، عماد وسيم.

۴:- رنګپور رینجرز لوبډله: مستفيظ الرحمان،محمد نسیم،عرفات ثانی،جهرل السلام،محمد نبي،شای هوف،تسکین احمد،ذاکر حسن،فضل ربي،ندیف چودري،ليوس ګریګوری،کمرون ډلفرټ،سنجيت سها.

۵:- راج شاهي رویلز لوبډله : لیتن دس،افيف حسین،ابو جاید،فرهاد رضا،ریوي بوپارا،حضرت الله ځاځی،تایجل الاسلام،الوک کپالی، قمرل الاسلام،عرفان شکور،محمد نواز،محمد عرفان،منهج العبدین افریدي،نهیدالاسلام.

۶:- کومیلا ویرئیرز لوبډله: سومیا سرکار،الامین حسین،یاسرعلي،شبیرالرحمان،کاسل پریرا،مجیب ځدراڼ، سنزل الاسلام،ابو حیدر،مهدی الاسلام انکن،سومان خان،ډيويډ ملن،دوشن شناکا،فردین حسين.

۷:- سېلهېټ تندرز لوبډله: مسادک حسین،محمد متان،نظم الاسلام،سهاک غازي،شرفن راترفورډ،شفيق الله شفق،رونی تالوکدار،نعیم حسن،دلاور حسین،منیر حسین،نوین الحق،جانسن چارلس،روبیل میا،جېون مندهس.

Your SEO optimized title page contents