fbpx

څنګه مېرمنه اوخاوند خپل خپګان کنټرول کړي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ نومبر ۲۰۱۹ – یوه روانشناس د ښځې او خاوند ترمنځ په ژوند کې د غوصې د کنترول په اړه داسې وضاحت ورکړی دی.

څنګه مېرمنه او خاوند کولای شي په خپل ګډ ژوند کې غوصه کنترول کړي؟

ارواپوه شکوفه اویار حسیني په دې اړه وایي: کله چې یو شخص خپلې اړیکې له نورو سره پرې کړي او یوازیتوب غوره کړي ترڅو هغه کس چې، دی یې نا ارامه کړی له هغه نه سر وټکوي. نو دې حالت ته غوصه کېدل وایي؛ هغه شخص چې، په داسې حالت کې خپل عرض مقابل لوري ته وړاندې کړي دغه ډول حالت غوره کوي.

دغه ارواپوه وایي: کله چې، د ښځې او خاوند ترمنځ په ګډ ژوند کې یو اړخ ډیر کله غوصه کوي، په هغه حال کې غواړي خپل دا ډول ناوړه کړنه مقابل لوري ته ولیږدوي څو د اړیکې د پریکون ښه زمینه برابره شي.

ارواپوه حسیني وایي: هغه شخص چې، غوصه شوی؛ فکر کوي چې، دهغې موضوع په اړه چې، دی یې غوصه کړی ده ته پرې خبرې کول نا ممکنه دي؛ دغه شخص په دا ډول حالت کې خپل ځان په خپل واک کې نشي ساتلای او نه هم مناسبې کلیمې د ویلو لپاره چمتو کولای شي.

داچې، د ښځې او خاوند ترمنځ له خپګان وروسته غوصه رامنځته کیږي؛ نو غوصه د خپګان د زیاتېدو مخنیوی کوي او که بیا تکرار شي په ژوند کې به په دوامداره توګه دوام ولري.

جسمي خپګان او رواني خپګان د غوصې د رامنځته کېدو وسایل دي، اما کورنیو ته د خپګان د مدیریت کولو په اړه دومره اړینه ده چې، دوی باید وپوهیږي چې، کوم څه د دوی دخپګان لامل ګرځېدلی دی او کله چې له دا ډول موضوع سره مخ کیږي کوم چې، د دوی ترمنځ خپګان رامنځته کړي اړینه ده له بحث نه تېر شي.

د غوصې پرمهال باید له خپلې مېرمنې سره څه ډول چلند وکړئ؟

ارواپوهان وایي: که ښځه او یا خاوند د غوصې پرمهال یو او بل ته ووایي چې، که خپلې خبرې په دې وخت کې دوامداره کړو ښایي لوېې ستونزې مو ترمنځ جوړې شي.
ارواپوه حسیني وايي: په دې حالت کې دې دواړه لوري یو کوډ وټاکي څو د بېځایه بحث مخنیوی وشي او هم یو بل ته ووایي چې، راتلونکي کې به پر دې موضوع په ارامه بحث وکړو.

ارواپوهان وایي که د غوصې پرمهال له هغې موضوع چې تاسې یې عصباني کړي یاست تېرشئ او په مناسب وخت کې پرې بحث وکړئ ښايي د یوې لویې فاجعې مخه مو نیولې وي چې ستاسې په ژوند کې راتلونکې وه.

ارواپوهنه وایي غوصه د خپګان د لرې کولو تر ټولو نا مناسبه لار ده، کله چې ښځه او خاوند په خپل منځ کې تل غوصه او خپګان کوي نو معلومه ده چې، دوی د احساساتو دکنترول ظرفیت نه لري او لازمه ده دوی تر رواني روزنې لاندې ونیول شي.

ارواپوهان وایي هغه کسان چې په لومړیو کې دخپلو احساساتو او غوښتنو د ویلو لپاره مناسبه تګلاره په یاد نه لري لازمه ده په دې اړه ډیر معلومات ترلاسه کړي، څو هغه خوږې کلیمې چې، ښځه یې خاوند او یا خاوند یې خپلې ښځې ته وایي په خپګان او غوصه بدله نه شي.
او خپل ګډ ژوند په مینه او اخلاص او خوند سره تېر کړي، ځکه ژوند ډیر لنډ او تنګ دی هرڅه په دې نه ارزي چې، خپلو کې سره خپګان او یا پر یو اوبل غوصه وکړو.

ژباړن: فقیرمحمد فقیرزی

Your SEO optimized title page contents