fbpx

طالبان د سولې هر ګام ته ځواب په تاوتريخوالي ورکوي

خبريال وېبپاڼه / کابل ۱۸ نومبر ۲۰۱۹ – د کابل چاپ خپريدونکي سر خط ورځپاڼې (طالبان سولې ته جوړ نه دي) تر سرليک لاندي يو سرمقاله خپره کړي ،چې پکې ويل شوي : کله چې هم د روانې جګړې د ختميدا او د سولې د راتک لپاره مثبت ګام پورته شوي ، طالبانو يې په بريدونو ځواب ورکړی او افغانان يې ديته نه دې پريښې چې ارام ژوند وکړي.

ورځپاڼه کاږې : نه يوازې دا چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت او نړيوالو متحدانو د سولې د هر مثتب ګام ځواب په بريدونو او تاوتريخوالي ورکړی بلکې کله چې په متحده عربي اماراتو او قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ مخا مخ د سولې خبري اتري روانې وي ، دغې ډلې په افغان کې جکړې ته زور ورکړی وو تر څو د سولې په مذاکراتو کې ډير امتياز تر لاسه کړي.

د ورځپانې په وينا نه يوازې دا چې دا خوب يې رښتيا نه شو بلکې له لسو مياشتو اوږدو خبرو يې هر څه په اوبو لاهو شول.

ځکه ورځپاڼه استدلال کوي چې همدا تيره اونۍ ولسمشر اشرف غني له بګرام زندان څخه د انس حقاني په ګډون د دريو طالب زندانيانو د خوشي کيدو اعلان وکړ.
خو په ځواب کي طالبانو په کابل او لوګر کې مرګونې بريدونه تر سره کړل.چې په ترڅ کې ګڼ شمير ملکې افغانان شهيدان او ټپيان شول.

سر خط ورځپاڼه تور پورې کوي چې طالبان خپلواک نه دي ، او د سيمې د ځينو هيوادونو د استخباراتو تر څنګ، د پاکستان له لارښوونې او خوښې پرته د جګړې او سولې لپاره يو ګام هم نه شي اخيستلای.

ورځپاڼه د بيلګې په توګه د هغو دريو طالب بنديانو او د امريکايې پوهنتون د دوو استادانو په تبادلې کې د ځنډ يادونه کوي. دوی استدلال کوي چې د بنديانو د تبادلې په پروسه کې ځنډ د پاکستان په مستقيمه لارښونه شوي.
او دا هم وايې چې د طالبانو په لېکو کې سخت اختلافات زيات شوي او تر څنګ يې حقاني شبکه هم د پخوا په څير طالبانو ته دومره رښتنې نه ده. او پاکستان کوښښ کوي چې د طالبانو په منځ کې هغه ډلې تر خپل کنټرول لاندي راولې چې د دوی له امره سر غړونه کوي.

د ياد ونې وړ ده چې تازه تازه د کابل په ختيځ کې د طالبانو له لوري دوه مر کونې بريدونه شوي. چې له امله يې څلور امنیتي سرتيري شهيدان شوي.
دغه بريد نن سهار د ٨ بجو په شاو خوا کې تر سره شو.

دانش

Your SEO optimized title page contents