fbpx

افغان ایمرجینګ لوبډلې دوهمه سيالي هم وګټله

خبریال ډاټ کام/۱۸ نومبر ۲۰۱۹- د بنګله دېش په کوربتوب د ای سي سي ایمرجینګ اشیا کپ سيالیو په لړۍ کې افغانستان خپله دریمه لوبه کې نن سریلانکا ایمرجینګ لوبډلې ته په اوو ویکټو ستره ماتي ورکړه.

سریلانکا ایمرجینګ لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې په کولو سره په (۴۹،۵) اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۸ منډې جوړې کړې او افغان ایمرجینګ لوبډلې ته يې د ګټلو په موخه ۲۳۹ منډې هدف کيښود.

د سریلانکا ایمرجینګ لوبډلې لخوا ویکټ ساتوونکي بيټسمین ایم بهنوکا(۴۲) منډې وکړې، پي ايچ کې ډي مندهس (۶۳) منډې جوړې کړې او د یادلې لوبډلې مشر اسلانکا تر ټولو ډيرې (۱۰۰) منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا بیا په توپ اچونه کې عظمت الله عمرزي او عبدالوسيع ښکلي توپ اچونه ترسره کړه او دواړو توپ اچوونکو درې-درې ويکټې ترلاسه کړې. لدې علاوه په توپ اچونه کې يوسف ځاځي دوه، همداشان طارق ستانکزي او شاهد مندوزي هم یوه-يوه ويکټ ترلاسه کړه.

د ياد هدف په تعقیب کې افغانستان ایمرجینګ لوبډلې دواړو پيلېزو لوبغاړو ښکلی پيل ورکړ او ۹۹ منډې ملګرتیا يې ترسره کړه، وروسته عبدالمالک په منډه کې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.

د افغانستان لخوا په توپ وهنه کې عبدالمالک په ۵۴ توپونو (۴۷) منډې جوړې کړې. شپږ څلوريزې او یوه شپږيزه يې ووهله.

درويش رسولي په ۵۹ توپونو (۶۱) منډې جوړې کړې.پنځه شپږیزې او دوه څلوریزې یې ووهلي. بهيرشاه په اتلسو توپونو (۱۰) منډې وکړې.تر ټولو ښکلي توپ وهنه بیا شاهدالله مندوزي ترسره کړه چې په ۱۳۸ توپونو يې ۱۰۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې ستره بریا ور په برخه کړه. د نوموړي په توپ وهنه کې اوه څلوريزې او درې شپږيزې شاملې وې.

د سریلانکا لخوا په توپ اچونه کې اسلانکا او کې کې پريرا يوه-يوه ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې دا په روانو ایمرجینګ کپ سيالیو کې د افغانستان خپله دوهمه بریا وه، لدې وړاندې افغانستان خپله لومړۍ بریا د عمان لوبډلې خلاف ترلاسه کړي وه. خو افغان ایمرجینګ لوبډلې لومړۍ لوبه په اتو ویکټو پاکستانۍ لوبډلې ته بایللي وه.

په ننۍ بریا سره افغانستان بل پړاو ته لار ومونده او خپله راتلوونکي سيالي به د بنګله دېش ایمرجینګ لوبډلې خلاف د نومبر په يوويشتمه نېټه ترسره کړي.

Your SEO optimized title page contents