fbpx

څنګه خپله موخه په تیزۍ ترلاسه کړو

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ نومبر ۲۰۱۹ – وایي تصمیم د بري لومړی شرط دی؛ اما څنګه کولای شو پياوړی تصمیم ونیسو او بریالي پر مخ لاړ شو. ډیری کسان شته چې، پياوړی تصمیم نیسي خو بیاهم نه بریالی کیږي او له ناکامۍ وروسته هغه کارته شا کوي؛ اما نه! موږ وایو کنه چې، له هرې ماتې وروسته بریا شته خو څنګه بریا ته ورسیږو؟

دلته درته هغه اته عملونه بیانوو چې، کولای شئ په اسانۍ او تیزۍ سره تاسې پرې خپله موخه په بریالۍ توګه ترلاسه کړئ.

۱خپل ورځني فعالیتونه و ارزوئ او اندازه یې کړئ.

که مو فعالیتونه ډیر وي او تاسې ورته رسیدلی نه شئ نو ممکنه ده تاسې له روانې اختلالاتو یا ګډوډیو سره مخ کړي او دا به د دې لامل شي چې، په ژوند کې به ستړي او له ماتې سره مخ شئ.

۲:ـ د خپل اوټ لاین چې،تاسې ورځني کارونه پکې ترتیب کړي څارنه وکړئ اوعملي یې کړئ.

شپه یواّځې دخوب لپاره نه بلکې د ورځنیو کارونو د ارزونې او د سبا ورځې د پلان جوړونې لپاره هم ده.ځکه ډیری د نن کارونه باید له خوب وړاندې و ارزول شي،ښه او بد یې توپير شي او د سبا لپاره یې د منفي ټکو مخنیوی او د مثبتو ټکو پیاوړي کېدو ته کار وشي.

۳:ـ د هر عمل ټاکل شوي وخت ته احترام ولرئ او په ټاکلي وخت یې ترسره کړئ.

وایي د نن کار به سبا ته نه پریږدئ که مو نننۍ کارونه سبا ته پریښودل هم به مو هغه کار چې نن یې ترسره کوئ دهغې وخت ته بې احترامي کړې وي او هم به سبا درباندې بار شي او بیا به ستړي شئ .
نو لازمي ده چې، د نن کارونه په ټاکلي وخت ترسره او تر سبا یې پرېنږدئ.

۴ته اندېښنه در ولاړوي او یا ستاسې د کارونو د وروسته پاتې ولاي سبب کیږي.

هرانسان تر خپلې وسې د خپل کار په ترسره کېدو بریالی کیدای شي که کار پرې زیات شي ممکن ښه یې ترسره نشي کړای او نه یې هم په منظم ډول مخته یوسي. نو که ورځني کارونه مو ډیر وي او تاسې یې په سختۍ ترسره کوئ او یاهم پاتې کیږي درڅخه نو راکم یې کړئ.
۵:ـ خپل ورځني کارونه عادي حالت ته راولئ او په همدې ډول مخته لاړ شئ.
انسان تر خپلې وسې پړ دی د کار ترڅنګ اړتیا ده تفریح هم وکړي نو لازمه ده خپل کارونه سخت نه بلکې په ارامۍ سره د انساني اړتیاوو ته په پام مخ ته یوسو.
۶:ـ خپل فعالیتونه مو د ټولنې اړتیاوو ته په کتو برابر کړئ. د ټولنې هروګړی په دې مکلف دی چې د ټولنې د بهبود لپاره کار وکړي نو هغه کارونه چې ترسره کوئ یې، د ټولنې اړتیا په کې وګورئ او ترسره یې کړئ هم به مو ملاتړي ډیر وي او هم به مو د کار پر وړاندې خنډ نه وي.
۷:ـ د ستونزو پرمهال له خپلو باوري ملګرو د حل غوښتنه وکړئ .

شوری په اسلام کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده . الله جل جلاله چې د انسانانو خالق دی د خپل مخلوق په طبیعت باندې خورا ښه پوهیږي هغه جل جلاله خپلو بنده ګانو ته په داسې شرایطو او حالاتو کي په شوری باندې امر کړی او ویلي یې دي چې، کله هم په کوم کار کې له ستونزو سره مخ کیږي او یا ترسره کوئ یې نو لازمي ده چې، له خپلو باوري ملګرو د حل غوښتنه وغواړو او مشوره ورسره وکړو.

۸:ـ په خپلو کارونو کې وروسته پاتې والی مه منئ ځکه له ماتې وروسته حتمي بریا شته.

انسان په واقعيت کې بریا له یوې ماتې وروسته تجربه کوي. خو ډیری کسان دي چې، له ماتې او لږې ستړیا وروسته شاتګ کوي او ماته مني خو نه الله ج هم صبرکوونکي خوښوي صبر پکار دی او بریا هڅه وکړئ. ژوند له بریا او ماتو سره مله ده.

ژباړن: فقیرمحمد فقیرزی.

Your SEO optimized title page contents