fbpx

اسدالله خان: ګڼ شمېر افغانان به د تاجکستان په کرکټ بورډ کې دندې وکړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ نومبر ۲۰۱۹ – د افعانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرائیه رئیس چې دا مهال د تاجکستان د کرکټ د بیارغونې لپاره په کارونو بوخت دی، نوموړي نن د یاد هېواد په وحدت ښار کې له ګڼ شمېر افغانانو سره کتلي دي او ډاډ یې ورکړی دی چې د تاجکستان د کرکټ بورډ په اداره کې به د دندو کولو ترڅنک د لوبو کولو زمینه هم ورته برابره شي.

اسدالله خان وایي، په تاجکستان هېواد کې ګڼ شمېر افغانان د روزګار، وسایلو نه شتون او له ګڼ شمېر نورو ستونزو سره مخ دي چې دوی هم په افغانستان کې د نورو افغانانو په شان له کریکټ سره بې سارې مینه لري دوی هیله درلوده چې د تاجکستان د کرکټ فدراسیون دوی ته د لوبېدو او د دندو موقعه په لاس ورکړي.

اسدالله خان د دې افغانانو له ستونزو د اوریدو وروسته UNHCR د مسوول دوراني سره کتلي دي د معلوماتو له مخې دوراني هم پخوا د کرکټ یو لوبغاړی پاتې شوی وو او اسد الله خان ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی اداره به د تا جکستان د کرکټ فدراسیون سره هر راز مرسته وکړي.

اسدالله خان هڅه کوي چې په راتلونکې ۲۰۲۰ کال کې د تاجکستان هېواد لپاره د کرکټ له نړیوالې شورا څخه رسمآ د کریکټ کولو غړیتوب ترلاسه کړي چې يه نتیجه کې به یې د تاجکستاني وګړو ترڅنګ ګڼ شمېر افغانانو ته د لوبېدو او دندو کولو زمینه برابره شي.

اسدالله خام په ګاونډي هېواد تاجکستان کې د کرکټ د بنسټګر په توګه پېژندل کېږي، هغه له دې وړاندې هم د تاجکستان لپاره د کرکټ په ډګر کې لوی خدمت کړی دی چې د هغې له ډلې د دې هېواد لپاره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د اسیا مېمبر شیپ درجه اخیستې وه او ورسره یې د کرکټ پیل هم په ۲۰۱۰ کال کې کړی وو.

اسد الله خان چې د کرکټ په برخه کې د کلونو – کلونو تجربه لري، نوموړی په تاجکستان هېواد کې د کرکټ د بنسټ ایښودونکي په نوم پېژندل کېږي هغه د افغانستان ترڅنګ د دې هېواد لپاره د کرکټ په ډګر کې لوی خدمت کړی دی چې څو ورځې وړاندې هم ددې هېواد د سپورټ د ښه خدمت کولو جایزه ترلاسه کړه.

اسدالله خان هڅه کوي چې د افغانستان ترڅنګ په ګاونډي هېواد تاجکستان کې هم د کرکټ د ودې او ځلېدا لپاره ستر ستر کارونه ترسره کړي، څو یاد هېواد د کریکټ د لوبو سره په بشپړه توګه بلد کړي.

اسدالله خان غواړي په تاجکستان کې د کرکټ د رواج کولو وروسته منظمه اداره رامنځته کړي او په نتیجه کې له افغان ریټایر شویو لوبغاړو څخه هم ګته واخلي، څو د لوبډلو د روزونکو چارې پر مخ بوځي او هم په اداره کې ګڼ شمېر افغانانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

اسدالله خان خبریال ډاټ کام ته منلې ده چې نوموړی دا مهال رسمآ د تاجکستان هېواد د کرکټ بورډ په اداره کې په دنده بوخت دی. او په دې هېواد کې هره ورځ د کرکټ لوبې سره د خلکو د مینې د پیداکولو لپاره په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ګڼ شمېر زده کوونکو او ښوونکو ته د کرکټ زده کړه برنامې پرمخ وړي.

د یادونې وړده چې اسد الله خان کلونه د افغانستان په کرکټ بورډ اداره کې په بیلابیلو پوسټونو دنده ترسره کړه، خو په کرکټ بورډ کې د غیر مسلکي کسانو د شتون له امله نوموړی اړ شو چې د بل هېواد لپاره دنده ترسره کړي.

Your SEO optimized title page contents