fbpx

سږکال له پاکستانه پنځه نیم زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ نومبر ۲۰۱۹ – د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یاهم UNHCR مسوولینو تازه رسنیو ته ویلي دي، چې روان کال له پاکستانه پنځه نیم زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې ادارې په خبره له ۲۰۰۲ کال څخه را وروسته له ياکستانه ټوټل ۴۴ لکه افغانان خپل هېواد افغانستان ته راستانه شوي دي چې د راستنېدو پر مهال ورسره د یادې ادارې د مسوولینو له لورې هر اړخیزې مرستې په بیلا بېلو وختونو کې شوي دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د UNHCR ادارې ویاند قیصر افریدي رسنیو ته ویلی دي، چې د ژمي په را رسېدو سره له پاکستانه د افعان کډوالو د وتلو لړۍ بنده شوې ده چې د هوا د ګرمېدو سره به بېرته د افغان کډوالو د وتلو دا لړۍ دوام ولري.

نوموړي وویل، یوازې سږکال په یخنۍ کې د کډوالو د بېرته تګ لړۍ نه ده درېدلې ، بلکې هر کال د یخ له کبله دا لړی په همدې موسم کې بندیږي، خو ورسره به په یاد هېواد کې یاده اداره په مکمله توګه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې په مکمله توګه نږدې ۱۴ لکه قانوني او اته لکه غیر قانوني افغان کډوال موجود دي چې ډیری یې په خیبر پښتونخوا او نورو پښتون مېشتو سیمو کې اوسېږي.

په پاکستان کې دا مهال دا په لکونه افغانان لاهم د خپلو حقونو څخه برخمن نه دي د پاکستاني حکومت له لورې تل دوی په یوې او بلې بهانې سره ځورول کېږي څو له پاکستانه ووځي او خپل هېواد افغانستان ته راشي.

خو د پاکستان بر اعکس افغانستان ته د راتګ سره سم یاد کډوال د افغان حکومت له لوري خوندي سیمو ته لېږدول کېږي او حتا د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ورکولو ترڅنګ دغې کډوالو ته ځانګړې بېلې شوې نمرې هم په واک کې ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو سازمان هم په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې سږګال د ترکیې هېواد څخه هم نږدې ۲۲ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد افغانستان ته راګرځېدلي دي.

د دې سازمان پر وینا د پاکستان او ترکیې ترڅنګ له نورو هېوادونو څخه هم په زرګونه افغانان له ډیرو ستونرو له کبله بېرته افغانستان ته په جبر او په خپله خوښه را ګرځي.

د یادونې وړه چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو ایران پاکستان، ترکیې، تاجکستان او نورو اروپایي هېوادونو څخه په زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته د کار د نه شتون له کبله راستنیږي.

Your SEO optimized title page contents