fbpx

د چین ناسته د افغان ګډوونکي پلاوي د نوملړ د نه بشپړېدو له امله وځنډېده

خبریال وېبپاڼه / ١٨ نومبر ٢٠١٩- په چین کې د افغانانو خپل منځي ناسته چې ټاکل شوې وه د لړم ٣٠مه به په بېجېنګ کې د دوه ورځو په لړ کې ترسره شي، د یو شمېر سرچینو په حواله، د افغان ګډوونکي پلاوي د نوملړ د نه بشپړېدو له امله یاده ناسته وځنډېده.

په چین کې د افغانانو خپلمنځي ناسته چې په کې به طالب استازي هم ګډون ولري د درېیم ځل لپاره ځنډول شوې.

نږدې له یوې میاشتې راهیسي د دې ناستې په اړه د چمتووالي نیول کېدو خبر ورکول کیږي.

بل پلو افغان حکومت په یاده ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي د نوملړ له بشپړېدو یاده کوي او زیاتوي چې افغان ګډون کوونکی پلاوی ټول شموله او د افغان حکومت له ادرسه به په دغې ناسته کې ګډون کوي.

افغان حکومت په چین کې د افغانانو خپلمنځي ناسته کې د افغان ګډون کوونکي پلاوي نوملړ او د غړو شمېر نه دی په ډاګه کړی، تېره اوونۍ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، د افغان ګډون کوونکي پلاوي نوملړ د ګوندونو او سیاسي جریانونو سره په هغمږۍ چمتو شوی او د چین حکومت ته سپارل شوی دی، چې په چین کې د افغانانو د خپلمنځي ناستې د ترسره کېدو نېټې له کره کېدو وروسته به د افغان پلاوي نوملړ هم په ډاګه شي.

افغان حکومت په ناسته کې د پوره چمتووالي خبره کوي، د چین حکومت هم د ناستې په اړه چمتووالی نیولی او د افغان سولې په مسله کې د لېوالتیا او هر ډول همکارۍ ټینګار کوي او زیاتوي چې د ناستې له ټولو ښېکلو خواوو سره په اړیکه کې دی، خو تر دې دمه یې د ناستې ترسره کېدو کره نېټه نه ده معلومه کړې.

په ورته مهال بیا طالب استازي ټینګار کوي او وایي، چې د افغان ګډون کوونکي پلاوي سره د حکومت له ادرسه خبرې نه کوي. بلکې افغان پلاوی دې خپل شخصي نظر او لیدلوری څرګند کړي

افغان حکومت وایي، د افغانانو پر مالکیت د سولې د هر ډول خبرو ملاتړی دی، خو د افغانانو له ګډون پرته د افغان سولې پر سر د هر ډول پټو او ګونګو معاملو مخالفت کوي.

په هېواد دننه یو شمېر سیاسیون او جهادي مشران په بېجېنګ کې د افغانانو خپلمنځي ناسته مهمه بولي او دا د سولې پر راتلونکو خبرو اغېزمنه او د سولې پایلو ته د نزدې کېدو ښه لاره بولي.

Your SEO optimized title page contents