fbpx

مخابراتو وزارت: ډېر ژر به په انټرنیټي بیو کې د پام وړ کموالی راشي

خبریال وېبپاڼه / ١٨ نومبر ٢٠١٩- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به په ټول هېواد کې انټرنیټي بیو کې د پام وړ کموالی راشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وایي، د انټرنېټ بیې په ټوله کې ارزنه شوي دي او تر دې هم باید د استعمالونکو لپاره ازرانه تمام شي.

نوموړی زیاتوي، د انټرنېټ عمده بیې را ښکته شوې او په څنګ کې یې د مخابراتي شرکتونو وړاندیزونه هم ښکته راغلي.

که څه هم دې وزارت په تېرو څو میاشتو کې د انټرنیټي بیو له کموالي خبر ورکړی وو، خو اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وایي، د مخابراتي شرکتونو سره کار کوي او د استعمالونکو لپاره به د انټرنېټ بیې نورې هم راکمې کړي.

په ورته مهال د مخابراتي خدمتونو د تنظیم او څار اداره ”اترا“ وایي، ډېر ژر به په کابل کې د انټرنېټ بیې را کمې او سرعت به یې ډېر شي.

د اترا ادرې مسؤول یاده کوي چې تر راتلونکو څو اوونیو به کابل د یو خصوصي کمپنۍ له لوري د انټرنېټ له نړیوالې شبکې سره وصل شي، جلال آباد او کندهار وصل شوی او مزار شریف وصل شو او اوس تمه لرو چې انټرنېټي بیې هم بدلون وکړي.

د اترا ادارې مسؤولین پر مخابراتي شرکتونو غږ کوي، هغه ولایتونه چې د انټرنېټ له نړیوالې شبکې سره وصل دي د انټرنېټ بیې دې په کې راکمې کړي.

خو افغانستان په نړیواله کچه هغه هېواد دی چې انټر نېټ پکې ډیر کمزوری دی، خو بیه یې له نورو ټولو هېوادونو څخه لوړه ده.

په افغانستان کې تل خلک د انټرنېټ د کمزوري والي او د بیو د لوړ والي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي چې ډیری خلک ترې شکایت کوي.

په اسیایي هېوادونو کې بیا له افعانستان ، هند، پاکستان، متحده عربي امارات، بنګله دېش او نورو پر مختللو هېوادونو پرته یوازې په سریلانکا، مالدیف کې انټر نېټ تر ټولو چټک او ارزانه دی.

بلخوا بیا د ۱۴۰ هېوادونو په ډله کې جنوبي کوریا تر ټولو چټک انټرنېټ لري چې په دې هېواد کې خلک په استعمال
خوښه دي.

دا په داسې حال کې ده چې زیات شمېر هېواد وال د انټرنېټ له لوړو بیو او سستوالي یې شکایت کوي.

Your SEO optimized title page contents