fbpx

په اقلیم کې بدلونونو د ټولې نړۍ د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

خبريال وېبپاڼه/ ۱۹ نومبر ۲۰۱۹ – د هوا يا اقلیم بدلونونه په چټکۍ سره د ماشومانو په روغتیا باندې بده اغیزه کړې ، د نړیوال ساینسي ژورنال ، لانسیټ کې د خپاره شوي راپور له مخې ویل شوي چې د هوا بدلونونه ، د تودخې زياتيدنه، د خوراکي توکو کمښت او ککړتیا په ماشومانو سختې منفي اغیزې کړي.

دغه څيړنه چې د نړۍ د شاوخوا ۳۵ ارګانونو د معلومات په اساس چمتو شوي ، وایې چې په اتموسفیر کې د ککړونکو ذراتو ډيرښت په ماشومانو کې د سالنډۍ او تنفسي ناروغیو لامل شوی دی. په دې څيړنه کې هغه لوګی او ذرات چې د نقلیه وسایطو او موټرونو څخه رامنځته کيږي د هوا لپاره تر ټولو مضر عامل ګڼل شوی . همدا لامل دی چې نړیوال کارپوهان تل د تيلو او پيطرولو او دې ورته سون توکو په نه کارونې ټينګار کوي.

په ورته وخت کې ، د پاکو اوبو نشتون په ماشومانو کې د اسهال ناروغۍ لامل کيږي چې د ماشومانو لپاره وژونکي ناروغۍ بلل کيږې. له بلې خوا وچکالي د ماشومانو کړاو دوه چنده کوي. دا وضعیت په بې وزله او کم عاید لرونکي هیوادونو کې پراخې کچې ته رسيدلی دی.

کار پوهان وايي د نويو زيږيدلو ماشومانو بدن او غړي د چاپیریال د فشار په وړاندې ډیر زیان منونکي وي. کارپوهان زياتوي چې د ماشومانو په روغتیايې ، رواني او فزیکي سیسټمونه ډير منفي اغیزې کوي.

د انفلاسیون شتون اود خوراکي توکو په نرخونو کې دوامداره زیاتوالي په ځينو کورنيو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل شوی چې دا خوارځواکي بيا د ناروغيو پيل ګڼل کيږي. طبي ژورنال لانسیټ راپور ورکوي چې د اقلیم بدلونونو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مهمو زرعتي فصلونو ته سخت زیان رسولی او د وریجو او جوارو په شمول د ډیرو کرنيزو شیانو تولید په تیرو ۳۰ کلونو کې خوار کم کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د ډینګي او اسهال په شان ناروغۍ ماشومان سخت ناروغه کوي او له ٢٠٠٩ کال راهیسې تر ٢٠١٩ کال پور د ډینګي ويروس د خپریدو تر ټولو بد ترين کالونه شميرل شوي دي.

په ورته ډول ، د اسهال او ‘Vibrio’ ويروس د پراختیا کچه له ۱۹۸۰ راهیسې دوه چنده شوې. ددغې طبې ژورنال د راپور له مخې ، د لانسیټ مجلې متخصص نیک واټس ويلې چې په ماشومانو باندې دغه دوه ويروسونه دسختو ناروغۍ لامل ګرځې چې په نړۍ کې يې د ډيرو ماشومانو ژوند ګواښلی.

په څيړنه کې دا هم راغلي دي چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلونونو له امله ډیری ښارونو د ناروغیو او ستونزو د مخنیوي لپاره مناسب اقدامات کړي دي ، خو دوی انديښنه څرګندوی چې دا اقدامات کافي ندي.

له بلې خوا ، د نړیوال اقلیم فنډ ، په نړۍ کې د اقلیم د بدلونونو مسلو ته په عملي توګه د حل کولو لپاره یو مالي پلیټ فارم جوړ کړی. دې صندوق تر دې دمه په څو هیوادونو کې د ملیاردونو روپیو پروژې پیل کړي ، خو تر دې دمه د اقلیم د بدلون او د ماشومانو د روغتیا په هکله کومه څرګنده پروژه نه ده په ډاګه شوې.

د يادونې وړ ده چې تيره اونۍ ګارډين برتانوۍ ورځپاڼې خبر ورکړی وو چې له ٢٠١٧ کال راهسې په افغانستان ١٧٠٠٠ کسان او ناروغ شوي چې ډيری يې ماشومان دي.