fbpx

له حده زیاته خوږه (شیریني) موحافظه کمزورې کوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ نومبر ۲۰۱۹ – خوږه کولای شي چې، ستاسې حافظه کمزورې کړي او هغه برخه کې د مغزو چې، یادښت دی تر سختې اغیزې لاندې راولي.

ـ یوسالم انسان باید د ورځې څومره خوږه وخوري؟

څيړنو ښودلې چې هرشخص باید د ورځې ۲۵ ګرامه خوږه استعمال کړي.
موږ او تاسې ټوله خوږې یا شیرینۍ سره علاقه لرو. ولې د زیاتې خوږې خوړل د وزن د زیاتوالي او د جاغېدو سبب ګرځي او غاښونه هم له تخریب سره مخ کوي.

څيړنې ښيي چې، دخوږو زیاته کارونه مو د دماغو او حافظې د پرمختګ مخنیوی کوي او ډیره زیاته منفي اغېز پرې اچوي.
زموږ بدن ګلوکوز ته اړتیا لري چې، ورځنی ژوند مو ښه مخته لاړ شي،ځکه دا ماده اړینه ده.
((ګلوکوز)) یوه یوناني کلیمه ده چې، د خوږې یا شیرینۍ په معنی ده.
ګلوکوز د سلولو د سوځېدو په څير دي چې، زموږ په بدن یې تشکیلوي. په همدې اساس خوږه یا شیریني د دې د تولید تر ټولو مهمه سرچینه ده نو له همدې امله موږ او تاسې د خوږې خوراک سره ډیره علاقه پيدا کوو او یا لرو یې.
نو په همدې اساس زموږ مغز هم حد اقل خوږو خوراکونو ته اړتیا لري. کله چې، موږ قندي مواد مصرفوو، په مغزو کې مو د دوپامین مزولیمبیک سیستم فعالیږي.

((دوپامین)) یو ترکیب دی چې ، په بدن او مغز کې حیاتي رول لوبوي.

دوپامین له خوږو د خوند اخیستو په برخه کې مهم رول لري، د دې ترکیب زیاتوالی د مغزو په ځانګړو ځایونو کې چې، مرکزي نقطې په نوم یادیږي سړي ته دخوښۍ احساس ورکوي .
دغه ماده د خوږو یا شیرینۍ له خوړو ترلاسه کیږي او د انسان بدن دقندي موادو مصرف ته هڅوي.

اوسنۍ نړۍ هم دومره پرمختګ کړی چې، آن له ښارونو ور اخوا په کلیو کې هم خلک هر ډول خوږو ته لاسرسی لري. اما بدبختانه باید ووایم چې، زموږ فکرونه اوس هم زاړه دي او لاهم په خپلې ګټې او تاوان نه یو خبر هغه څه ته ډیره ترجیح وکوو کوم چې، زموږ بدن ته ډیر زیان رسوي.

اما دلته اړینه پوښتنه چې، رامنځته کیږي هغه داده چې، د زیاتې خوږې په خوړلو سره کوم چې، د قندي مواد د زیات مصرف سبب ګرځي په مغزو کې کومه ګډوډي رامنځته کیږي.

خواږه په مغزو منفي اغېز کوي اما مغز په دوامداره توګه په خوښمنه فضا کې په آرامۍ سره یعني (Neuroplasticity) فضا کې خپل ځان بیاځلې فعالوي.
د دغه بیا فعالیت پرمهال ښايي د مغز په سیستم کې یو ناڅاپي ټکر یا څړیکه رامنځته شي. په داسې مهال کې نورو درملو ته اړتیا پيدا کیږي نو په دې حالت کې مغز د خوږو یا شیرینۍ له زیات خوراک سره عادت اخلي او ډیر کله یې غواړي او د قندي موادو زیات استعمال ته اړتیا پيدا کیږي او دا بیا د دې لامل کیږي چې، د لوږې پرمهال له استرس یا ذهني فشار سره مخ کیږئ.
په دې سره د انسان د بدن غوښتنې ډیریږي او د بدن د قندي موادو مصرف زیاتیږي او د نیورونونو یو اندازه یې په کنترول کې لویږي.

ـ نورې کومې ستونزې را ولاړیږي؟

هغه څه چې ، موږ یې خورو د تشویش پر وړاندې زموږ مقاومت کمزوری کوي او د بدن په غذايي رژیم منفي اغیز کوي او تغیر رامنځته کوي.
یوه څېړنه چې، په دې وروستیو کې ترسره شوې له خلکو غوښتي چې، دبدن داړتیا اندازه د لوږې او مړښت پرمهال معلوم کړي،پایله دا شوه چې، هغه کسانو چې، زیات غوړ او خواږه یې کارول په خپل خوراک کې د مړښت پرمهال به یې هم دې شیانو ته زیاته لیوالتیا ښودله.
نو په ټوله کې دې پایلې ته رسیږو چې د زیاتې خوږې خوړل د دې لامل کیږي چې، پر موږ او تاسې لا ډیر خواږه وخوري او له همدې امله مغز تر خپل فشار لاندې راولي.
ځکه خوږه د حافظې د ګډوډۍ لامل ګرځي او دمغز د هېپوکمپوس برخه چې، د یادښت د مرکز په نوم یادیږي تر خپل فشار لاندې کړي او له منځه یې یوسي او یا کمزوری یې کړي.

ـ څنګه کولای شو له خوږو ( شیرینۍ ) خپل مغز وساتو؟

څيړنو ثابته کړې چې، که د ورځینو اړتیاوو سره سم یو سالم شخص په ورځ کې ۲۵ ګرامه خوږه چې (۶ قاچوغې کیږي) کیږي وخوري نو مغز به یې له هرډول خطر څخه چې، مخکې مو یادونه وکړه په امن کې وي.
وایي سلیم عقل په سالم بدن کې وي نو پس لازمه ده چې، خپل خوراکي رژیم د بدن اړتیا وو ته په کتو ترتیب او کنترول کړو.

ژباړن: فقیرمحمد فقیرزی