کور پاڼه / نړۍ / امريکې، برېتانيې او فرانسې پر شام بريد وکړ

امريکې، برېتانيې او فرانسې پر شام بريد وکړ

امريکې او د هغې ملګرو هېوادونو پر شام بريد وکړ، چې د شام پلازمېنه دمشق کې زورورې چاودنې وشوې.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه، د شامي حکومت له لوري پر خپل ولس د کيمياويي بريدونو په ځواب کې امريکې، برېتانيې او فرانسې په شام باندې د ميزايلو بريدونه پيل کړل. په دې بريدونو کې يو شمېر جنګي الوتکو برخه واخيسته او د شام د کيميايي وسلو ډپوګان يې وويشتل.

د رايټرز د خبر تر مخې، دې اتحادي پوځونو د شام په ساينسي څېړنيز مرکز، يو شمېر پوځي اډو او بېسونو د ټام هاک کروز سربېره يو شمېر ميزايلونه ويشتي دي. ځايي خلک وايي چې ٦ زورورې چاودنې وشوې او له ډېرو ځايونو لوګي راختل.

د شام دولتي سرچينې وايي، چې د امريکې په بريد کې ٣٠ ميزايل ويشتل شوي دي، خو هېڅ چاته پکې ځاني تاوان نه دى رسېدلى، ځکه چې د روس په وينا دا ځايونه له مخکې څخه خالي شوي ول، خو د مالي زيان په اړه لا څه نه دي ويل شوي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې په دې بريدونو کې په دمشق کې د کيميايي وسلو جوړونکى مرکز، په حمص ښار کې د کيميايي وسلو جوړونکى ګودام او د حمص ښار نږدې د کيميايي وسلو يو بل ګودام ويشتل شوي دي، روس ته د بريدونو په اړه له مخکې نه و ويل شوي، او امريکې داسې ځايونو باندې بريد نه دى کړى، چرته چې روسي پوځيان اوسېږي.

د شام دولت تېره اونۍ د شام په دوما سيمه کيميايي بريد کړى و، چې له ١٠٠ څخه پکې زيات خلک وژل شوي او له زرو څخه زيات ټپيان شوي ول.

ډونلډ ټرمپ:

د امريکې ولسشمر ډونلډ ټرمپ خپل ولس ته په وينا کې وويل، چې امريکا، برېتانيه او فرانسه يو ګډ عمليات کوي، د دې بريدونو هدف دا دى چې د کيميايي وسلو جوړول، خورول او کارول يې بند شي. ټرمپ د شامي ولسمشر په اړه وويل، چې دا کيميايي وسلې جوړول د يو انسان کار نه بلکې د يو شېطان کار دى، زه له روس او ايران څخه پوښتنه کوم، چې هغه کوم هېواد دى چې د سړو، ښځو او ماشومانو په قتل عام کې به ځان شريک کړي.

د امريکې د دفاع وزير:

د امريکې د دفاع وزير بيا ويلي دي چې د شام د کورنيو جګړو د ختمولو لپاره د متمدنو هېوادونو د يو ځاى کېدو وخت رارسېدلى دى، پر شام مو يواځې يو ځل بريد وکړ او د نورو بريدونو پلان نه لرو. د دې بريدونو مقصد دا و چې د شام ولسمشر ته سخت ځواب ورکړو، چې د کيميايي وسلو له جوړولو دې لاس واخلي. دا بريد په دمشق کې په يوه داسې پوځي مرکز ترسره شو، چرته چې پر کيميايي وسلو څېړنه، جوړول او تجربه کېده، په بل بريد کې د حمص ښار ته نږدې په يوه مرکز بريد وشو، چې د کيميايي وسلو د ګاز پکې ذخيره کېده.

د شام غبرګون:

د شام ولسمشر بشار الاسد دا بريدونه د نړيوال قانون څخه سرغړونه ګڼلې ده. د شام پر دولتي ټلويزيون په خپور شوي بيان کې ويل شوي دي، چې د شام هوايي ځواک د دښمن ١٣ ميزايلونه تباه کړي دي.

روس:

روس بيا په دې بريدونو په خپل غبرګون کې ويلي دي چې امريکا د نړيوال قانون څخه سرغړونه وي او پر شام بريدونه يې ښکاره ترهګري ده. روس وايي چې امريکا ته به د دې بريدونو ځواب ورکړل شي. روس ډونلډ ټرمپ د هټلر سره تشبيه کړى دى.

برېتانيه:

د برېتانيې لومړۍ وزيرې ټريسامې ويلي دي، چې د طاقت کارولو پرته بله هېڅ لاره نه وه، خو د دې بريدونو مقصد دا نه و چې موږ دې د شام حکومت راوپرزوو. د برېتانيې د دفاع وزير وايي، چې ٤ ټورناډو جيټ الوتکو د حمص ښار نږدې د شام پوځي اډه باندې بريد کړى.

فرانسه:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ميکرون ويلي دي چې موږ د شام پر ضد د امريکې او برېتانيې سره د يو ځاى کېدو پرېکړه کړې ده، د دې بريدونو مقصد د شام د دولت د کيميايي وسلو له منځه وړل دي. په شام کې د کيميايي وسلو کارول موږ نه شو زغملى.

د فرانسيسي ولسمشر له دفتره په خپره شوېه ويډيو کې ښکاره کېږي، چې جنګي الوتکې پر شام د بريد لپاره روانېږي.

ناټو:

د ناټو سيکرتر جنرال جينز اسټولن برګ بيا ويلي دي چې د شام پر کيميايي وسلو د بريد ملاتړ کوو، په دې بريدونو سره به د شام حکومت کيمايي وسلو ته زيان ورسېږي، چې هغوى يې د خپل ولس پر ضد کاروي.

ياده دې وي چې امريکې پر شام په لومړي ځل بريد نه دى کړى، له دې مخکې هم د شام پر کيميايي وسلو باندې د اپريل په ٧مه نېټه کال ٢٠١٧ د امريکې له لوري بريد شوى و، چې ٥٩ ټاک هاک کروز ميزايلونو باندې يې د شام پوځي اډې ويشتې وې.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

ټرمپ له کیم جون اون لیدنه بې ګټې بولي

ډونالډ ټرمپ وايي، که د شمالي کوریا له رهبر کیم جون اون سره پلان شوې …

روحاني وايي هر ډول وسلو ته مو چې اړتیا وي جوړوو

ایراني چارواکي وايي د ځان ددفاع لپاره هر ډول وسلو ته چې ضرورت وي یا …