fbpx

خبردار!! د ځيرک موبايلونو کامره مو جاسوسي کوي

خبریال وېبپاڼه / ۲۳ نومبر ۲۰۱۹ – د ځيرک(سمارټ ) موبايلونو په کامر اپليکيشن کې د ځينو ستونزو له امله هيکر کولای شې ستاسې جاسوسې وکړي او يا ستاسو له ګرځنده ځيرکو ټليفونو څخه ستاسو معلومات تر لاسه کړې.

د موبايلونو د ساتنې (فون سيکيورټي) کارپوهانو خبرداری وکړی چې د انډوريډ اپريټينګ سيسټم لرونکو کامرو د سانتې (سيکيورټې) په برخه کې ځينې ستونزو را پيدا شوي چې د ريموټ پواسطه هيکر کولای چې ستاسې ځيرک تليفون له لرې ځايه کنټرول او وڅارې. بغير له دې چې تاسو پرې پوه شﺉ ستاسو تصويرونه ويډيوګانې کتلې او خپل ځانته ليږلای شې . او آن دا چې ستاسو ځای لا معلومولای شې.

د دې يوازنۍ ستونزې پواسطه نا پيژانده هيکر کولای شۍ ستاسو په ځيرک تيليفونو کې هغه پخواني ذخيره شوي شيان تصويرونه او ويډيوګانې تر لاسه کړې. او خپل ځانته يې وليږې.

په انډوريډ ځيرک تيلفونو کې دغه ستونزه د موبايلونو د سيکيورټې يا ساتنې کمپنۍ چېک مارک کارپوهانو له خوا وپيژندل شوه او په دې اړه يې ډير ژر په يوټيوب يوه ويډيو هم خپره کړه.

دغه ستونزه په ګوګل پکسل او سامسونګ موبايلونو انډوريډ لرونکو اپليکيشن کامرو کې ليده شوي ده.
چې ګوګل اعلان هم وکړ دوی د پکسل ځيرک تيليفون اپليکشن کامرو څخه دغه ستونزه لرې کړي ده.
خو سامسونګ ددې ستونزې د لرې کولو په اړه څه نه دې ويلې.

لکه څرنګ چې انډوريډ لرونکۍ ځيرک تليفونه هر ځای پيدا کيږې . او دا ويره شته چې شايد په راتلونکو ځيرک تليفونو کې هم دغه ستونزه وې که د ځيرک موبايلونو د کامرو اپليکيشن دغه ستونزه هواره نشې په ټوله نړۍ کې به د ميليونونو ځيرک تليفون لرونکو وکړو په ژوند منفې اغيز وکړې.

د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې د فسبوک ادارې هم يو خبر خپور کړ چې داسې ويروس يې موندلی چې زموږ له خبريدا پرته د فسبوک اپليکشن د کارولو په وخت کې د کامرې له لارې زموږ موبايلونه څارې.

د 95Visual کمپنۍ څښتن جاشوا ميدکس وروسته له هغې دفسبوک اپليکيشن دا ويروس وليدل چې فسبوک د کارولو په په وخت کې يې د خپل آيفون موبايل کامره روښانه وليده.
جاشوا ميدوکس د دغه رامنځته شوي ويروس په اړه يوه ويډيو هم خپره کړه او په ويډيو کې يې په ډاګه کړه چې آنډوريډ موبايلونو لپاره کومه ستونزه نشته خو د آيفون کارونکې بايد هوښيا اوسې.

خو بل خو بيا د ګينا سيکيورټي په نامه د نړيوال سايبري خونديتابه (امنيت) ادارې مسول انجينر جيرې کمبلين انديښنه ښودلې او له ورته کپنيو يې ددې ستونزې د ژر حل کولو غوښتنه کړې.

Your SEO optimized title page contents