fbpx

ولې د عمر په زیاتوالي خېټه غټېږي؟

خبریال وېبپاڼه / ۲۳ نومبر ۲۰۱۹ – ډاکتران د عمر ، وزن او غوړو زیاتوالی جدي مسله بولي او وایي: معده د عمر په زیاتوالي غټیږي او مصرف کمیږي.

څېړنې ښيي چې د عمر په زیاتوالي سره د غوړو پر وړاندې د بدن مقاومت کمزوری کیږي او نه شي کولای د تېر په اندازه غوړ کنترول او مصرف کړي.

نو پس همدا د دې لامل کیږي چې، غوړ د پوستکي لاندې، د خېټې په شاوخوا د بدن د داخلي غړو په شاوخوا کې پاتې شي او د بدن د پړسوب سبب وګرځي.

 د وزن زیاتوالی کوم زیانونه لري؟ 

اړینه ده لومړی پر هغو موضوعاتو پوه شو چې، لومړیتوب ورته ویلای شو؛ که مو په ژوند کې د وزن زیاتوالي ته پام ونه کړئ نو دا باید ومنئ چې، له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کیږئ.

د وزن زیاتوالی، یوه داسې ناروغي ده چې، آن ډاکتران یې هم د ناروغیو مور بولي.
د وزن په زیادښت سره انسان له ګرځېدو پاتې کیږي، خوراک ډیریږي او همدا لامل کیږي چې، د انسان په بدن کې پاتې شوي خواړه پړسوب وکړي او او د وزن د زیاتوالي سبب شي.

خو همدا یو لوی لامل دی کله چې، عمر زیاتیږي ډیری داسې فکر کوي چې، نور اړینه نه ده زه دې ورزش وکړم همدا خبره ده ته په یوه لوی سرخوږي بدلیږي.

بله مهمه خبره داده چې، د وزن په زیاتېدو سره مو عمر لنډیږي.

روغتیاپالان وایي د وزن زیاتوالی ګڼې ناروغۍ انسان ته پيدا کولای شي لکه: د زړه سرطان، شکرې او داسې نورې ناروغۍ.

د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د وزن د زیاتوالي له امله ۴۴ سلنه وګړي په شکرې، ۲۳ سلنه د زړه په ناروغۍ او تر ۴۱ سلنه پورې په سرطاني ناروغیو اخته دي.

له بېلابېلو لارو چارو ګټه پورته کړئ څو وزن مو کم شي او ښه ژوند وکړئ. د وزن د کمولو لپاره څو شیان ډیر اړین دي چې، یو کس یې باید ترسر کړي.

که څه هم ځينو عادتونو سره به مبارزه موږ ته ستونزمنه وي خو لازمي ده چې، د خپل صحت لپاره یې ترسره کړو.
دا خبره مې له دې امله یاده کړه چې، له ځینو خوړو سره مو دومره ځان روږدی کړی وي چې، نه خوړل یې موږ ډير ځوروي.

څنګه زیات وزن راکم کړو؟

لاندې کارونه درسره په دې برخه کې مرسته کولای شي څو ډیر وخت ژوند وکړئ، که مو عمر هم ډیر وي.
دا کارونه په لاندې ډول دي:
۱:ـ له غوړو شیانوځان ساتنه ځکه تر هرڅه ډیر انسان ته غوړ زیات ضرر رسوي.
۲:ـ له غوښې په ځانګړې ډول د پسه له غوښې څخه ځان ساتل.
۳:ـ د شپې له خوا کم خوراک کول. د شپې له مخې دومره خواړه خوړل پکار دي چې، یواځې ځان پرې د معدې له ناروغۍ وژغورو او بس ځکه د ژمي په اوږدو شپو کې که په لږه اندازه خوراک هم ونه کړو نو معده مو تشیږي او امکان شته چې، د معدې په ناروغۍ اخته شئ خو له اندازې زیات خوراک مو له دې ډیر د معدې په ستونزو اخته کوي.

۴:ـ ورزش کول، موږ تل وایو چې، ورزش د صحت ضامن دی اما عملي کوو یې نه .
که چېرې موږ په ورځني ژوند کې په ۲۴ ساعتونو کې یو ساعت هم ورزش ولرو نو امکان شته له ډيرو ناروغیو وژغورل شو.
۵:ـ له مشروباتو ډډه کول.
۶:ـ له خوراک کولو وړاندې اوبه څښل یا د ډوډۍ د پاسه له اوبو څخه ډډه کول.

دغه راز ډاکټران وایي، که غواړئ وزن مو کنټرول کړئ، خپل غذایي رژیم ته زنجبیل ور زیات کړئ، هغه ځکه زنجبیل په خوړو کې غوړ مواد او په بدن کې شته غوړ له منځه وړي او د وزن د کمولو سبب کيږي.

فقیرزی