کور پاڼه / فلم او هنر / کرینه کپور : زوی مي تیمور اکشي کومار ته د خطر زنګ دی

کرینه کپور : زوی مي تیمور اکشي کومار ته د خطر زنګ دی

د هندي سینما د وتلې جوړې کرینه کپور او سیف علی خان زوی تیمور لا د ۱۴ میاشتو دی، خو د رسنیو تاوده خبرونه جوړوي او په سلګونو مینوال لري.

د تیمور مور کرینا کپور په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې زوی يې تیمور وتلي اکټر اکشي کومار ته خطر دی او شاید له هغه څخه مخکې شې.

کرینه کپور چې د اکشي کومار سره خوږه دوستي هم لري، اکشي ته وویل:

“زه تاته وایم، چې تیمور درته خطر دی. آن که ستا مینوال، ستا مینوال هم پاتې شي، خو تیمور به له تا مخکې شي. دا تاته یو سرخلاصی چلینج دی.”

کرینه کپور رسنیو ته په خطاب کې وویل، چې زوی يې لا کوچنی دی او رسنۍ باید هغه پسې له نژدې څار ونه کړي.

Loading...

بیا وګوره

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …

شاه رخ خان او کرينه کپور

کرينې له شاه رخ خان سره له کاره انکار وکړ

د هندي فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور د هندي سينما له کنګ خان شاه رخ …