fbpx

آيا د ماغزو له دغو ٦ برخو خبر ياست؟

خبريال وېبپاڼه /۲۴ نومبر ۲۰۱۹- موږ ټول چې حسې او د ليدلو او پوهيدلو ادراکات دماغزوله لارې پيژنو ماغزه د خدای ج يو ډير مغلق او پيچلی جوړوښت دی چې بشر يې حيران کړی او په ماغزو دپوره پوهيدو لپاره تراوسه کوم څرک نه دی لګيدلی.

١- زموږ ماغزه څومره لوی دي؟

د انسانان دماغزو اندازه ډير توپير کوي ځکه د هغو عمر، قد ، جنس، چاغوال او ډنګروالي پورې اړتيا لري.
څيړنو ښودلې ده چې د يو بالغ سړي د مغزو اندازه په اوسط ډول ١.٣٣٦ کيلو ګرامه دی. په داسې حال کې د يوې ځوانې ښځې د مغزو اندازه ١.١٩٨ ګرامه ښودل شوي ده، مخکې داسې فکر کيده چې انسان تر ټولو ډير ماغزه لري خو نه! څيړنو دا هم ښولې چې په نړۍ کې تر ټولو ډير ماغزه د نهنګ سپروم په نامه د يوه حيوان دې چې په سمندرنو کې ژوند کوي ددې حيوان ماغزه له ٣٥ نه تر ٤٥ ټنه پورې ښودلي شوي دي.

خو په وچې کې تر ټولو موجوداتو ډير ماغزه د انسان دي ، چې په پراخه اندازه رګونه او ځانګړي سلولونه لري چې اطلاعات په الکترونيکي او شيمیايې ډول ذخيره کوي.
داسې ويل شوي وو ، چې د انسان په ماغزو کې ١٠٠ ميليارده رګونه شتون لري، خو وروستيو څيړنو چې د برزالي عصب پوه هرکولون هوزل له خوا تر سره شوي په ډاګه شوه چې د انسان په بدن کې ٨٦ ميلياره رګونه شتون لرې.

٢- مغر له کومؤ شيانو جوړ دي

د انسان مغز د نخامې سيستم د لرلو تر څنګ له عصبي مرکزي سيستم څخه جوړ شوی ، او ٣ اصلي برخې لري.
نرم کروي شکل چې له نرم بافتي موادو څخه جوړ شوي.
د هډوکو ماغزه، هغه مغز چې په هډوکو کې ساقې ته ورته او اوږده وي.

مخچه دا دمغزو هغه لويه برخه ده چې کوپړۍ کې شتون لري .چې اړيکې ادراکات ، داخلې او خارجې عوامل تر څپړنې لاندې نسې. د مغزو په دغه برخه ٦٠ سلنه چربې يا غوړګي شتون لري. داسې ويل کيږي چې د لومړنيو انسانانو ماغزه اوږده او د اوسني انسانانو ماغزه ليږ ګردي او کروي شکل لري

٣- څنګه زموږ ماغزه وږې کيږې؟

که څه هم زموږ د بدن ٢ سلنه برخه ماغزه جوړوي خو ولې تر ټولو ډيره انرژي د بدن ماغزه مصرفوي چې په سلو کې ٢٥ سلنه ده. د وروستيو څيړنو په اساس چې په موږکانو تر سره شوي څيړونکې وايې چې زموږ ماغزه په خوب او ويښه کې تل کار کوي او دبدن د حفاظت لپاره په ځينو سلولونو ډيره انرژي مصرفوي.

د جيمز کوزلوسکي د څيړونکې ډلې مشر په وينا د انسان مغز له لوړ متابوزليکي فعاليت څخه برخمن دی ښاغلی جميز زياتوي که انسان ويده هم وي مغز يې کار کوي او انرژې مصرفوي.

٤- موږ له خپلو مغزو څومره ګټه اخستي؟

په افسانوي ډول تيرو خلکو ويل چې موږ په کلي ډول د خپلو مغزو له سل سلني څخه يوازې ١٠ سلنه کار اخلو خو دا حقيقت نه لري.
خو اوسنۍ نظريه داسې ده چې مو په ورځنې ډول د مغزو له ټولو برخو څخه کار اخلو يعني که موږ په يوه کار کې لګيا يو شايد د مغز يوه برخه مو په هغه کار کې مصروفه وي خو د مغز نورې برخې مو په لسګونو نور کارونه جرا کوي دا په دې معنا چې ماغزه مو په يوه وخت بيلا بيل فکرونه کوي.

ښی که چپ مغز ؟

تاسو د کوم ډول ياست ښی که چپ؟ دا خو ښکاره ده چې د انسان مغزو په دوو برخو ښی او چپ ويشل شوی دی. که تاسو ډير له چپ مغز څخه کار اخلي ډير حسابي او تحليل ګر ياست او که له ښی مغز نه ډيره استفاده کوی ډير خلاق او ځيرک ياستی.
خو څيړنو ښودلې چې په عمومې ډول انسانان په ورځنې ژوند کې له دواړو مساوي ګټه اخلې. که څه چپ مغز په خبرو او وينا کې ډيرو رول لري.

٦- څنګه ماغزه له عمر سره بدلون کوي؟

د عمر په تېريدو سره دانسان ماغزه هم د زړښت په لور ځې او د ځوانې په شان کار نه کوي عليت يې دا دی چې زموږ د ماغزه د نورونونو په راکيدو پيل کوي او ځينې برخي يې کار پريږدي لکه دهيم لوب ،او هايپوکاميت.
ماغزه له ٦٠ کلنۍ څخه تر ٧٠ کلنۍ پورې په کوچينوالي پيل کوي.

خو نوي څيړنې ښي چې د انسان ماغزه نه زړيږي بلکې د عمر په پای کې په نوي د سلولونو په پيدا کولو پيل کوي.

 

لیک : دانش