کور پاڼه / لوبي / اماراتو کې افغان پريمير ليګ په پاکستان اور بل کړى

اماراتو کې افغان پريمير ليګ په پاکستان اور بل کړى

د پاکستاني رسنيو څخه تازه خبر دا دى، چې ويل کېږي د پاکستان کرکټ بورډ متحده عربي اماراتو ته ويلي دي، که په اماراتي لوبغالو کې نور ليګونه پيل کېږي، نو بيا به موږ د خپلو لوبو لپاره نور لوبغالي لټوو.

د سرچينو تر مخه، د اماراتو په لوبغالو کې د افغانستان پريمير ليګ هم پيلېږي، همدا راز امارات غواړي چې په خپله هم د کرکټ يو ليګ پيل کړي، خو دې خبرونو د پاکستان کرکټ بورډ باندې سخت اور بل کړى دى او د کرکټ بورډ مشر يې اماراتو ته ويلي دي، چې په ليګونو او پاکستان کې دې يو انتخاب کړي، دواړه نه شي ترسره کېداى.

په پاکستان کې پر سريلانکا کرکټ لوبډلې په ٢٠٠٩ کال کې بريد شوى و، چې له هغې وروسته په پاکستان کې نړيوال کرکټ بند شوى دى، نو پاکستان خپلې ټولې لوبې بيا د اماراتو په لوبغالو کې ترسره کوي، همدا راز د پاکستان سوپر ليګ هم په اماراتو کې ترسره کېږي.

خو په وروستيو کې د افغانستان کرکټ بورډ پتېيلې ده، چې د افغانستان پريمير ليګ په اماراتو کې پيل کړي، تر څو د نورې نړۍ مشهور لوبغاړي هم پکې برخه واخلي. همدا راز ځينو سرچينو ويلي دي، چې متحده عربي امارات په دې فکر کوي، چې د کرکټ يو ليګ پيل کړي، خو دې خبرونو د پاکستان پر کرکټ بورډ سخت اور بل کړى دى او دوى اماراتو ته ويلي دي، چې که دا دوه ليګونه په اماراتي لوبغالو کې پيلېږي، نو موږ بيا خپلې لوبې په دغه لوبغالو کې نه ترسره کوو.

د پاکستاني رسنيو د خبرونو تر مخه، د پاکستان کرکټ بورډ مشر ملېزيا ته هم تللى دى او هلته يې د کرکټ لوبغالو څخه ليدنه کړې ده، تر څو که له اماراتو سره يې خبره جوړه نه شي، چې خپلې راروانې لوبې په ملېزيا کې ترسره کړي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کرس ګيل د حيدراباد بالرانو باندې زړه يخ کړ

د کنګز اليون پنجاب او سنرايزر حيدراباد ترمنځ په لوبه کې کرس ګيل خوندوره سليزه …

آى پي ايل: نن راشد خان او مجيب ځدراڼ سره مخامخېږي

د افغانستان مخکښو ورو توپ اچوونکو راشد خان او مجيب ځدراڼ لوبډلې نن ماښام ٧ …