fbpx

محسن داوړ: پاکستان تر ټولو ظالم او ناروا هيواد دی

خبريال وېبپاڼه/ کابل ٢٥ نومبر ٢٠١٩- د پښتون ژغورنې غورخنګ مخکښ مشر او له شمالي وزيرستان څخه د پاکستان د غړي محسن داوړ تيره ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې په پاکستان تندې نيوکې وکړي او پاکستان يې يو ظالم او ناروا هيواد بللی دی.

محس داوړ وایی پاکستان غواړې چې دوی تسليم او غلامانو په څير ژوند وکړې خو دوی به هيڅ کله د پاکستان ددې ناروا او ظالم حکومت په وړاندي تسليم نشې بلکې خپلې مبآرزې ته به دوام ورکړي.

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ دې مشر دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې د پښتون ژوغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون د دې غورځنګ ځينې غړو ته د پاکستانې حکومت له لورې په اسلام کې په مطبواعاتي کنفرانس کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

بل خوا بيا د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين له خپلو ملګرو سره په اسلام اباد کې ددې مطبوعاتي کنفرانس مخ د احتجاج په توګه ناست او وايې دوی ته د خبريالانو له لورې بلنه ورکړل شوي وه چې دې مطبوعاتي کنفرانس ته ورشې خو دپاکستان حکومت ورته اجازه نه ورکوي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د يو غړی رضا شاه وايې چې پاکستان ځکه په دغه ځای کې په دوی د خبرو بنديز لګولی، دنوموړې په وينا چې څه موده مخکې دلوی مبارز شهيد ارمان لوڼې په ژوند او مرګ باندي يو سيمنار وو چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ تر څنګ ځينو نورو ګوندونو هم ګډون کړی وو.

رضا شاه زياتوي چې په دې غونډه کې خلکو خپل سپيڅلې جذبات څرګند کړل او دمحکوم وطن د ازادۍ لپاره يې چيغې ووهلې. چې پاکستان ترې سخت ووريد
خو له همدې امله پاکستانی حکومت دوی ته اجازه نه ورکوي تر څو خلک د خپل روا حق غوښتنه وکړي.

بل خوا بيا د مطبوعاتي کنفرانس غړی او د پاکستان پخوانی خبريال ضياالدين وايې چې دوی هره اونۍ په بيلا بيلو موضوعاتو کار پوهانو او سياسي شنوونکې را غواړي له هغوی سره په داسې مسايلو خبريالان بحث کوي چې په رسنيو کې نه خپريږې چې دا ځل يې منظور پښتين وربللی وو.

ضياالدين زياته کړه چې په پاکستان د بيان ازادې له خطر سره مخ ده او په رسنيو ډير بنديزونه لګيدي دي.
ده د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې بايد رسينو ته احازه ورکړي چې خپل پراخ پوښښ پيل کړي نوموړی وايې چې د بيان ازادې د وکړو اساسې حق دی هيڅ يې د سلبولو حق نه لرې.

د يادونې وړ ده چې پاکستانې رسنۍ تر ډیره ددې هيواد د پوځ تر اغيز لاندي دي او نشې کولای په خپل سر هر ډول مطالب خپاره کړي.
.
دانش

Your SEO optimized title page contents