fbpx

د غوماشو د ژوند تبا کولو لپاره ګټور درمل

خبریال وېبپاڼه/ ۲۵ نومبر ۲۰۱۹ – دا معلومه خبره ده چې غوماشي او مچان په ډیرو سیمو کې شته دي،خو په هغه ځایونو کې بېخي ډېرې پیداکيږي چې هلته چټلي وي.

ماشې او مچان عمومآ ډیری انسانان له سختو ناروغیو سره مخ کوي، چې یو شمېر آن تر مرګه هم رسوي، خو د د غوماشو له تیري او له هغوی څخه د ځان خلاصولو لپاره ډیر درمل شته چې ځیني ګټور او ځیني یې هم په خپله د ډیرو ناروغیو سبب ګرځي.

دا ټولو ته معلومه ده چې غوماشي د انسانانو انسولین زبیښي او خوري، خو ساینس پوهانو داسې درمل هم کشف کړي دي چې د انسان له بدنه جوړ انسولین په ماشو او مچانو باندې ډیر ژر تاثیر کوي، که چېرې دغه مهم درمل استعمال کړو نو که ماشی مو هم وچیچي هیڅ ډول تاثیر نه کوي.

په امریکا کې د انسان له انسولین څخه داسې مهم درمل جوړ شوي دي چې په کومه سیمه یاهم داسې ماحول کې چې هلته مچان او غوماشی ډیرې وي وکارول شي کومې ناروغۍ چې ماشی انتقالوي له منځه یې وړي.

دا ښکاره خبره ده چې غوماشی او مچان د زرګونه او بې حسابه ناروغیو لوی لامل ګرځي، خو پوښتنه داده چې ولې غوماشی انسانان له ناروغیو سره مخ کوي؟

هغه مهال غوماشی یو انسان ناروغه کوي چې دی په خپله په ناروغۍ باندې اخته وي او هم ځینو ویروسونو وهلی وی، نو کله چې په دې وخت کې غوماشی یو انسان وچیچي نو په دغې مهال کې د هغه بدن ته دغه ویروس لیږدول کېږي.

په واشنګټن کې دا اسټیټ پوهنتون له خوا په یوې تازه ترسره شوې څېړنه کې معلومه شوه چې د مچانو او غوماشو د بندن سیستم یو ډول جوړ شوی دی دغه څیړونکي وایي، چې د غوماشو په بدن کې دوه ډوله ویروس شتون لري چې زیکا او ویسټ نایل په نامه یاديږي، نو کله چې پرې د انسان له بدنه جوړ انسولین پرې استعمال شي بیانو هغه له منځه وړي او د غوماشو د راپیداکېدو کچه هم کموي.

دا څېړنه په واشنګټن کې د یوې پروفیسرې لارا زایل له لورې ترسره شوې ده چې د غوماشاو او مچانو د له منځه وړلو او د مخنیوي په برخه کې ګټور پرمختګ بلل کېږي چې ډیری خلک به ترې ګټه واخلي.

په افغانستان کې هم د غوماشو له خوا د رامنځته کېدنو ناروغیو کچه بېخي ډیره لوړه ده چې هرکال دا ناروغي په سلګونه ماشومان او لویان تر مرګه پورې رسوي، خو د ماشومانو د له منځه وړلو په برخه کې بیا ډیر تاثیر کړی .

د دغو ناروغیو له ډلې په افغانستان کې یوازې د ملاریا ناروغي تر ټولو ډیره وژوتکي او خطرناکه بلل کیږي چې هر کال د سل ګونو افغانانو ژوند اخلي خلک هم اندېښمن دي چې د دې ناروغي کچې د راکمولو لپاره څه وکړي.

په هېواد کې وخت ناوخت د ملاریا پر ضد عامه پوهاوی هم کېږي خو لا یې هم کچه نه ده راټیټه شوې.