fbpx

د سترګو د ناروغیو اصلي لاملونه کوم دي؟

خبریال وېبپاڼه / ۲۵ نومبر ۲۰۱۹ – سترګې زمونږ او ستاسې د وجود تر ټولو قیمتي او د لیدلو لوی نعمت دی، خو ډیری وخت مونږ د سترګو له ناروغیو سره مخ کېږو چې دلته یې اصلي لاملونه درته په ګوته کوو.

سترګې د انسان د بدن تر ټولو نازک او خورا مهم حساس غړی بلل کېږي، هغه مهال مونږ د سترګو دید یا لیدل له لاسه ورکوو کله چې د یوې پېښې سره مخ شو، دغه راز زمونږ د پام نه کولو په صورت کې، د عمر د ډیر والي له کبله او یاهم د فشار د لرلو له امله هم مونږ د سترګو دید له لاسه ورکولی شو.

د دې سربېره باید د سترګو پیچلتیا او چټکوالی هم له پامه ونه غورځول شي د سترګو ځیني ناروغي باید په لومړیو کې په سمدستي ډول باندې د طبعې معاینې او درملنې له لارې حل شي، که چېرته کوچنۍ ستونزه هم وي یا په سترګو تیارې خورې وي نو ژر تر ژره یې باید طبعي معاینات ترسره شي.

د سترګو په پیاوړتیا باندې فزیکي فشارونه هم مستقیمآ اغیزه کوي چې په دید کې ډیره کمزورتیا رامنځ ته کولی شي دغه راز ضعیف خواړه خوړل، د بدن مهم مواد له لاسه ورکول هم د سترګو د ناروغیو یاهم د کمزورې کولو لوی لامل ګرځي.

د دې سربېره د سترګو ټپونه که هغه جدي وي او یا هم جدي نه وي ترڅنګ یې د بدن یوه غړي ته په مستقیم ډول زیان رسول سترګو ته زیان رسولی شي، دغه راز د هوا د ککړتیا سربېره د سر یوه برخه هم که چېرته ټپي شي سترګو ته ډیر زیات زیان رسولی شي.

په سترګو کې د ستونزو بیلابیل دلیلونه موجود دي چې یو یې هم د عمر ډیروالی دی ممکن په دې عمر کې زمونږ او ستاسې سترګې پنځوس فیصده له کاره ووځي، یاهم په سترګو یې تیاره راشي او هم په عامه توګه په باقي ژوند کې د برېښنا لایټ سره حساسیت پیداکړي چې دا ستونزه په عمومي ډول هغه کسانو ته پېښيږي چې عمر یې تر پنځوس کلنۍ پورته وي.

دوی بیا د ککړتیا او د دید له لاسه ورکولو وروسته د سترګو له سوزش سره مخ کېږي، چې په دوامداره توګه باندې د سترګو له خارښت سره مخ وي، دغه راز د شکري ناروغیو له کبله هم د سترګو غشاوې له منځه ځي او نورې ناروغۍ هم پکې پیداکېږي چې اخېر د ړندیدو لامل ګرځي.

د ډاکټرانو پر وینا سترګې باید هره ورځ په پاکو اوبو ومینځل شي، په اوسني عصر کې د برېښنایي وسایلو او سکرینونو کارول هم له ضروروته ډیر کارول کېږي چې ډیری خلک موبایل، کمپیوټر او نور ویډیوي سکرینونو په مسلسله توګه ګوري چې دا ډول خلک د سترګو ډیرې ناروغۍ لري چې یوه یې هم د سترګو پیچلتیا یا چټکه لیدنه له لاسه ورکول دي.

او هغه کسان چې په مختلفو ځایونو کې په ویلډينګ یا د فلزي صنعت په کارونو باندې بوخت دي او یاهم په دښتو او په ډیری سیمو کې سره لمر ته کارونه کوي دوی باید د سترګو خارښت، سوزش، نورو حساسیتونو لرلو له امله طبعي معاینه وکړي، څو د سترګو له ژورو ناروغیو څخه وژغورل شي.

د سترګو ماهرین وایي، که چېرې سترګې پیاوړې ساتئ نو له سکرین څخه لږ لېرئ کېنئ، کتاب باید ډیر نږدې ونه نیول شي، په کور یاهم دفتر کې په مناسب او اړین لایټ سېستم کې لیکل کول باید وکړئ، په معمولي توګه لوستل او لیکل کول، لمر ته ډیر نه کښیناستل او له فلزي کارونو لېرې ځان ساتل مو سترګې ارامه او ښکلې ساتلی شي.