fbpx

هند د یوه چرګ د وژلو په تور د ۷ کسانو قضیه څيړي

خبریال وېبپاڼه / ۲۵ نومبر ۲۰۱۹ – د هند په پلازمېنې ډیلي کې د یوې کورنۍ د یوه چرګ د وژلو په تور د اووه کسانو پر ضد په یوې سیمه ییزه محکمه کې قضیه ثپت شوې ده چې دا مهال یې په اړه څېړنې روانې دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند په بهاوبه ایالت کې پولیسو د یوه دنګ چرګ د وژلو په تور د اووه کسانو قضیه ثپت کړې ده چې په دې اړه هره ورځ په محکمه او په سیمه کې څېړنې روانې دي څو د مجرمینو کېس یا ثابت یاهم رد کړي او سزا ورته وټاکي.

دغه وژل شوی دنګ چرګ د څېړنو لپاره د نوي ډهلي د وترنرۍ لوی روغتون ته هم لیږدول شوی وو چې هلته د څېړنو وروسته دا ثابته شوه چې دا چرګ په زور او زیاتي سره وژل شوی دی.

د دې چرګ مالکه یوه ښځه ده هغه وایي، محکمه دې د چرګ د وژلو په تور شکمنو کسانو ته سخته سزا ورکړي څو بیا دا ډول کړنې تکرارا نه شي.

نوموړې زیاتوي، دا چرګ د دې د کورنۍ د یوه مهم غړي په څېر وو چې دوی په ډیر زحمت او خواریو سره را لوی کړی وو، خو یوه ورځ یې کور ته ناڅاپه اووه ډله ییز کسان راننوتل او په چرګ یې مستقیمآ برید وکړ چې په نتیجه کې دا چرګ ووژل شو.

پولیسو هم دا پېښه تایید کړې ده او وایي، چې دا چرګ د تېره چاړه په وسیله وژل شوی دی ځکه چې په غاړه یې د چاړه نښې نښانې اوس هم روښانه لیدل کېږي.

د دغې کلي یوې اوسېدونکي هندي رسنیو ته ویلي دي چې څو ورځې وړاندې دغې کورنۍ د یوې بلې کورنۍ سره هم شخړه کړې وه چې ممکن دا چرګ د دغې کورنۍ د غړو له لورې وژل شوی وي.

دغه ښځه وایي، چې د دواړو کورنیو له لورې رامنځته شوې شخړه لاهم نه ده حل شوې چې ورځ تر بلې به یې له یوه او بل سره لانجې کولې چې ممکن دغه چرګ هم د د دغو لانجو له کبله قرباني شوی وي.

خو بل لور ته په سیمه کې یوه بله ښځه هم وایي، دغه چرګ په کلي کې مشهوره وو چې له همدې کبله یې لوړ قیمت درلود او په کلي کې د ټولو چرګانو څخه ښه او دنګ شمېرل کېده چې ښای خلکو له همدې امله وژلی وي.

په دې سیمه کې د پولیسو د نږدې حوزې معاون ډګرمن رګوناتها سینک هم وایي، چې د چرګ دا قضیه په محکمه کې تر رسمي څېړنو لاندې ده چې ډیر ژر به د هند د حکومت د ۳۲۳، ۳۲۹، او ۳۴۴ مادو له مخې د تورنو کسانو پر ضد اقدامات وشي چې ښای زندان هم تېر کړي.

د یادونې وړده چې د نړۍ په ډیری هېوادونو کې دا ډول جالبې پېښې وخت ناوخت پېښېږي چې وروسته له څېړنو په قضیه کې ښکېل کسان یا هم نغدي جریمه کېږي یا هم پرې د بند سزا عملي کېږي.

Your SEO optimized title page contents