fbpx

د مصر په يوې هديره کې ٣٠٠٠ کلن لرغوني اثار پيدا شوي دي

خيريال ډاټ کام/ ۲۸ نومبر ۲۰۱۹- که د فرعونيانو نوم اخلو مصر مو سترګو ته جګ دريږي مصر هغه لرغونی هيواد دی چې لرغونتوب يې تر ٧٥٠٠کاله مخکې ثبت شوی دی.

په دغه هيواد کې هغه دری اهرامونه د دې هيواد د لرغونتوب ستره نښه ده چې هر سيلانې يې ورتلو ته ورځي.

په مصر کې ډير علومو وده وکړه او د انساني تمدن د غوړيدا مرکز ګڼل کيږي.

په هر صورت اوس تازه تازه د څيړونکو له لوري په مصر کې د ٥ زمريانو په ګډون داسې مجسمې موندل شوي چې ٣٠٠٠کاله لرغونتوب لري.

څه موده مخکې د سکارا په نامه د لرغون پوهانو ډلې د مصر په يوه هدېره کې د پنځو زمريانو په ګډون داسې مجسمې موندلې چې ٣٠٠٠ کاله لرغونتوب لري او د ماشومان د ساتيري لپاره به هغه وخت کارول کيدل.

د مصر د لرغونې پيژندنې وزير خالد العاني وويل چې دغه موندل شوي توکې د يوه بشپړ موزيم حيثيت لري.
چې د ٥ کوچنيو زمريانو په ګډون ، مارونه ، مرغۍ ، پشوګانې کوم چې ماشومان پرې ساتيري کوي. موندل شوي دي.

په دغه نوي موندل شوو لرغونو اثار کې ٧٥ د لرګيو او برونزو نورې مجسمې هم شاملې وې ، چې د مصر د پخوانيو خدايانو او معبودانو انځورنه پکې ښکل شوي وو.

دغه ټول تاريخې اثار د مصري وکمنۍ په ورستي دور پورې اړه لري ، چې مصري واکمنيو ٢٦ دوره وه. کوم چې ٢٧٠٠ کاله مخکې اټکل شوي ده.

د ځايې مصريانو د واکمنۍ ورستی پير(دور) وو.
له دې وروسته ايرانيانو ٥٢٥ مخږيديز کلونو کې په مصر حمله وکړه او هغه يې تر خپل واک لاندي راوست.

د لرغون پيژندنې د وزارت له مخې دغه ټولې کيندې د بستي مندر سيمې ته نيږدې تر سره شوي دي.

د لرغون په پوهانو په خبره داسې ويل کيږي چې دغې سیمي ته نيږدې د فرعونيانو پاچاهي وه چې د ډيرو فرعونيانو د خدای سر د مار د سر په څير وو. او د ځينو فرعونيانو خدای بيا لمر ته ورته وو دوی فکر کول چې دغه خدايان يې له هر ډول افت څخه ژغورلای شې.

د ياد ونې وړ ده چې په مصر کې دغه ډول لرغوني اثار موندل عادي خبره ده خو په دومره پراخ شمير موندل يې د حيرانتيا وړ ده.

هيره دې نه وي چې دغه ټول پيدا شوي تاريخي شيان د ماشومانو د لوبو لپاره دي یعنې د ناځکو په څير جوړ شوي.

Your SEO optimized title page contents