fbpx

جوار د زړه ناروغي او د سرطان خطر کموي

خبریال وېبپاڼه / ۲۹ نومبر ۲۰۱۹ – ویل کېږي چې جوار په لومړي ځل په مکسیکو کې موندل شوي دي چې بیا وروسته د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د غلې په توګه کارول شوي، د جوارو عمر په زرګونه کلونه دی چې دلته یې کره نېته نه شو ییانولی خو څېړنې وایي چې ډیر پخوا منځ ته راغلي دي.

د جوارو خوړل د ډیرو ناروغیو لپاره ګټور بلل شوي دي وروستیو څېړنو هم ښودلې ده که چېرته په مسلسله توګه جوار وکارول شي انسان به له ډیرو ناروغیو او طبي ستونزو څخه په امن کې وساتي، د جوارو دانې مغذي دي په دې کې نشایستي، فایبر، ویټامینونه ، مینرالونه او مقدارونه هم شامل دي.

د طبي څېړونکو پر وینا، جوار کې انټي اکسیډینټ او د بوټو قیمتي مرکبات هم شامل دي چې روغتیا لپاره په بشپړه توګه ګټوره ده.

دغه راز لوټین او زیکسانتین هم په جوارو کې ډیر شتون لري، کوم چې د سترګو غوړیدو او د زړوالي مخه نیسي ځکه چې عضلات له فشاره راټېټیږي.

دغه راز جوار د معدې ستونزې، لکه هظم د کولمو ناروغیو په صورت کې هم ګټور ثابتېدلی شي .

د څېړونکو پر وینا د زړه ناروغیو، او سرطان ناروغیو لپاره تر ټولو ګټور خواړه جوار دي،خو که څوک شکري ناروغۍ لري بیا دې نو په کمه انداره وخوري هغوی ته هم په زیاته کچه ګټه رسوي.

دغه راز په سپینو جوارو کې تر ژړو جوارو غذایي باور هم مهم او زیات دی، سپین جوار د ژیړو جوارو ډیر ویټامین ای هم لري) همدا ډول یې غوړي هم تر ژیړو جوارو زیاټ ګټور ثابت شوي دي.

پخوا به هم یو شمېر روغتیا پالانو له سپینو جوارو څخه د زړه په مرض اخته کسانو او هم هغه چاته چې د ویني فشار به یې زیات درلود په درملنه کې په زیاته کچه ګټه اخیستله چې وروسته د سترګو په برخه کې هم ګټوره ثابته شوه.

دغه راز د جوارو د وږي خوراک هم د ویني د کلسټرولو په کمولو او برابرولو کې مهم رول لوبوي، که چېرې یو انسان په یوې اونۍ کې یو ځل جوار وخوري د ویني له غوړه به په امن کې وي.

د یادولو ده په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا د جوارو خوراک عام دی خلکو پخوا په ډیره کچه خوړل،خو دا عام خوراک اوس مهال خاص شوی دی، ممکن د وخت په تېرېدو سره د جوارو خوراک نور هم کم شي او یوازې په درملو کې استعمال شي.