fbpx

په ايران کې د ايډز ناروغانو شمېره بې کچې لوړه شوې

خبريال ډاټ کام/۲۹ نومبر ۲۰۱۹- د عامې روغتیا وزارت کې د ایډز او جنسي ناروغیو د څانګې مشرې په ایران کې د ایډز ناروغانو د تشخیص ، او د هغوی عمر او د دې ناروغۍ اصلي لاملونو په اړه نوي توضیحات وړاندې کړي دي.

دا خبرې د ايډز د نړيوالې ورځې په مناسبت خپره شوې دي. چې د ډسمبر لومړۍ نېټي سره سمون خوري او د دې ناروغۍ د لیږد فکتور ، HIV ويروس دی.

د ډاکټر پروین افسر کازیروني له ISNA خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې ‘د پیل راهیسې د دې ناروغۍ ثبت شوي قضیي ټولټال ٤٠ زره ٥٧٣ تنه دي.’

د نویو تشخیص شویو ناروغانو شمیره په تیرو کلونو کې دوام وړ لوړه شوي ده.
په ١٣٩٦کال کې د راپور ورکړل شوي قضیو شمیر ٣٨ زره ٥٧١ تنه وو، او په ١٣٩٧کال کې ٣٨ زره ٤٧٠ تنه وو. خو په ١٣٩١ کال ددې تاروغۍ کچه ټيټه وه ٢٤ زره ٢٩٠ تنه د HiV په ويروس اخته وو.

د ډاکټر پروین په وینا د ټولو قضیو څخه ، ٦٠ سلنه په مخدره توکو روږدي کسان او ٢٢ سلنه د جنسي اړيکو درلودنکي کسان دي.

په هرصورت ، په ایران کې د HIV لیږدولو طریقه هم بيلا بيلې دي یوه مسله چې دمخه د ایراني روغتیا چارواکو لخوا په بیانونو کې وړاندي شوې وه.

د عامې روغتیا وزارت کې د ایډز او جنسي ناروغۍ کنټرول څانګې مشري وویل چې په دې وروستي قضیو کې په ترتیب سره اخته شوي. ٣١ سلنه ښځې او ٦١ سلنه نران دي.

د ایډز په ناروغۍ د اخته ښځو شمیر هم مخ په ډیریدو دی اغلې کازیروني ISNA خبري اژانس ته وویل چې په ایران کې د دې ناروغۍ پیژندل شوې پیښي تر ٥٠ سلنه’ زيات د تشخیص په وخت کې د ٣٠ او ٢٠ کلونو ترمنځ دي.

دا په ایران کې د ایډز ناروغۍ د لوړې کچې په اړه د تیرو کلونو احصایو سره مطابقت لري.

د دسمبر لومړۍ نېټه د ایډز د نړیوالې ورځي په نامه نومول شوي ده او یوه بسته اونۍ په ايران کې پلان شوې چې د ايډز په اړه عامه پوهاویخلکو ته ورکړل شې.

روغتیايي چارواکي او ایراني فعالین وايي چې ډیری قضیې لاهم نه دي پیژندل شوي یا دا چې ځني خلک له خپلې ناروغۍ خبر هم دي خو دوی ځان نه ثبتوي په دې شرميږي.

د ځینو کارپوهانو او ډاکټرانو لخوا چمتو شوي احصایو له مخې ، د ایډز څیړنیز مرکز د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ، ممکن په ایران کې ٦٠ زرو څخه ترر٧٠ زره کسان په ايډز اخته وي.

ډاکټر پروین وايې د HIV د خپریدو د علت په اړه متضاد خبرونه شتون لري . افسر کازونې یادونه کړې چې ‘HIV د کنټرول وړ دی او که دا ژر تشخیص شي او درملنه یې پیل شي ، نه یوازې دا چې پهناروغۍ اخته خلک به نورمال ژوند ولري ، بلکې نورو ته به هم د دې ناروغۍ لیږد صفر شې.

‘ ډاکټر انتوني فاچي ، چې د ایډز درملنې لپاره هڅه کوي ، د پنجشنبې په ورځ د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته وویل چې اوس دايډز درملنه دومره پرمختللې شوي چې د ورځې دیوې ګولۍ په خوړلو کولای شو نورو ته ددې نارړغۍ د لیږدیدو مخه ونیسو.