fbpx

څنګه کولی شو ماشومان ښوونځي ته د تګ لپاره راضي کړو؟

خبریال وېبپاڼه / ۳۰ نومبر ۲۰۱۹ – په ټوله کې ماشومان د ٧/٨ کالنۍ په عمر کې ښوونځي ته د تګ لپاره جوګه کیږي.

عموماً د ماشومتوب دوره یو خپلواکه دوره ده او د ښوونځي چاپېریال د ماشوم لپاره بند چاپېریال دی، ځکه ماشوم نه شي کولی، په هغه ازاد ډول چې په کور یا له کوره بهر له نورو ماشومانو سره لوبې کوي، په ښوونځي کې لوبې وکړي. نو د ښوونځي چاپېریال ماشوم ته ډېر زړه تنګی وي او ماشوم هم ښوونځي ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.

تر دې وړاندې چې ماشوم مو ٧/٨ کالنۍ ته ورسیږي، د عمر په ٥ یا ٤ کالنۍ کې ښوونځي ته د تګ لپاره تشویق کړﺉ.

ښوونځي ته د تللو لپاره په کې د لېوالتیا حس را وېښ کړﺉ، د ښوونځي کتابونه ورته وښیﺉ، که د کتابونو د کرښو او تورو په معنا نه پوهیږي، خو په کتاب کې د انځورونو لیدل یې حتماً بیا خوښیږي، یوازې د انځورونو په لیدو یې هم له درسونو او کتابونو سره شوق پیدا کېدلی شي، که کور سره مو کوم ښوونځی نزدې وي، کولی شﺉ، څو ځلې یې ښوونځي ته یوسﺉ، تر څو د ښوونځي له چاپېریال سره بلد شي، د ښوونځي پر معنا پوه شي، چې ښوونځی د لوبو او ملګرو سره د شخړو ځای نه د ښوونې او روزنې ځای دی.

زموږ ټولنه کې زیات شمېر کورنۍ هغه وخت ماشوم ته ښوونځي ته د تګ یادونه کوي، کله چې ښوونځي ته د تګ قانوني عمر ته ورسیږي، ځیني کورنۍ بیا د ماشوم فکر د ښوونځي په اړه ډېر منفي کوي، د بېلګې په توګه:

ماشوم ته وایي، ښوونځي کې دې شاملوم، خو چا سره به جنګ او چا ته به ښکنځلې نه کوې او ټولګي کې به ورانی نه کوې، کنه نه بیا دې ښوونکې په لښته وهي.

کله چې ماشوم ته داسې فکر ورکړل شي، ماشوم ښوونځي ته له تګه ډاریږي، ځکه هغه داسې انګیري چې ګواکې ما به په هر کار ښوونکې ووهي، د ماشوم فکر تنګیږي. کله چې ښوونځي کې شامل شي ژاړي او وایي ټولګي کې نه کېنم، ځکه ماشوم له ښوونکي او نورو ټولګیوالو ډاریږي.

که مو په کورنۍ کې نور غړي ښوونځي ته ځي او کله نا کله ښوونځي کې د چا له لوري د تاوتریخوالي له ځینو پېښو  سره مخ کیږي نو په کور کې دې د هغه ماشوم تر مخه نه یادوي، کوم چې لا ښوونځي ته د تګ جوګه شوی نه دی، که د ښوونځي هر ډول خبره کور ته راوړي او د ماشوم تر مخه یې کوي، ماشوم دا فکر اخلي، چې زه هم ښوونځي ته نه ځم بیا به د ده په څېر له ورته برخلیک سره مخ یم.

نو که غواړﺉ، ماشوم مو په شوق او لېوالتیا ښوونځي ته لاړ شي، هغه د عمر په ٤ یا ٥ کالنۍ کې ښوونځي ته د تګ لپاره وهڅوﺉ، د ښوونځي په اړه ورته مثبتې خبرې وکړﺉ، تر څو یې ذهن پراخه شي. که ماشوم تعلیمي عمر ته له رسېدو مخکې ښوونځي او درسونو ته وهڅول شي، د ښوونځي چاپېریال چې ماشوم ته هر څومره زړه تنګی هم وي، نو بیا ځان عیارول ورسره ستونزمنه نه ده.

د ارواپوهنې له انده که ماشوم ته د عمر په ٤ یا ٥ کالنۍ کې د ښوونځي یادونه وشي او ښوونځي کې د شاملولو خبره وشي، ښوونځي ته د تګ لپاره ورته مثبتې خبرې وشي، د ښوونځي ته د تګ لپاره وهڅول شي، نو مخکې تر دې چې هغه ښوونځي کې د شاملولو قانوني عمر ته ورسیږي، خپله یې لېوالتیا زیاتیږي او غواړي مخکې له ٧/٨ کالنۍ ښوونځي ته لاړ شي.

که ماشوم ښوونځي ته د تګ او درسونو لپاره وهڅول شي، د ښوونځي او درسونو په اړه ورته مثبت فکر ورکړل شي، نو تاسې بیا راتلونکي کې نه مجبورېږﺉ چې ماشوم په زور ښوونځي ته ولېږﺉ، بلکې هغه به خپله هره ورځ په ډېره مینه، شوق او لېوالتیا ښوونځي ته ځي.

لیکواله: امنه خان عزیزي

Your SEO optimized title page contents