fbpx

داسې يوه کورتۍ(جاکټ) چې د کلاشنکوف ډز پرې اثر نه کوي

خبريال وېبپاڼه / ۳۰ نومبر ۲۰۱۹ – په لندن کې يوې بريتانوي کمپنۍ اسټارټ اپ وول بيګ هغه کمپنې چې ډير جالب اوحيراونکې د اغوستلو شيان جوړوي اوس تازه يوه داسې کورتۍ جوړه کړي چې تر فولادو ١٥ ځله ټينګه او قوي ده او لري واټن څخه د ټوپک ډز هم پرې اثر نه کوي.

دغه کورتۍ د ټوکر ، چانټې او ډاينيما له تارنو جوړه شوي ده.

د ډينما تارونه په هغو پوځي زرې لرونکې موټرانو کې کارول شوي چې د چاودنو ضد دي او دغه تارونه د الوتکې په لاندنۍ برخه (بيخ) کې او په هغو پړو يا کيبلونو کې چې له الوتکو څخه په هوا کې پلوټان را کوزېږي هم استعمال شوي دي.

او د هغو برمو په سرونو کې کارول شوي چې فولاد سوري کوي ځکه چې دا ١٥ ځله تر فولادو زيات قوي او ټينګ دي.

دغې نوي جالبې کورتې د ډير ټينګوالي له امله د( ان ډسټرکټيبل پفر) اصلاح کارول شوي چې معنا يې ده د ګلانو په څير نازکه خو ډيره قوي او ټينګه داسې چې چاقو هم سری نشې پکې کولای.

د دې کورتۍ(جاکټ) وزن تر اوسه ٢،٥ کيلو ګرامه دی چې د نورو عادي او معمولي تر وزن لا کم وزن لري ،خو دا کورتۍ(جاکټ) ډير ټينګ او قوي دی هر تيره قوّي چاقو چې وي دغه کورتۍ نشې سورۍ کولای.

چې وول بيګ کمپنې حتي په دې اړه يوه ويډو هم خپره کړه.

وول بيګ کمپنې دغه کورتۍ لومړی هغه دوو غبرګولي بريتانوي وروړنو ته ورکړه او داسې ادعا يي وکړه چې ددې په نور بيلابيل لباسونه به بازار ته وړاندي کوي.

تر دې مخکې هم دې کمپنۍ وول بيګ داسې ګنجی له پودوو او الجي ټوکرانو جوړ کړي وو چې تر ١٠٠ کلونو پورې يې د استعمال اټکل شوی وو.

او د دې کمپنۍ پر ويب سايټ د يوه بل داسې واسکټ د جوړلو خبر ورکړل شوي چې له برښنا به چارچيږي او د ورځې په اوږدو کې به سړی ګرم ساتي.

که څه هم د (ان ډسټرګټيبل پفر) کورتۍ نه د کلاشنکوف مرمۍ نشي وتلای او که په چاودنې کې د چا پر تن تر ډيره زيان نه ورته رسيږي.

بل پلو بيا د ژمي په موسم کې ښه ګرمه او د يخ څخه د ځان ساتلو لپاره هم تر ټولو ښه کورتۍ (جاکټ) ده.

د دې کورتۍ قميت يوازې ٩٩٥ډالر دی چې څه باندي ٧٦٠٠٠ زره افغانۍ کيږي ویل کېږي چې په همدې بیعه یې لندن مېشتي او د نورو اروپايي هېوادونو وګړي اخلي.

Your SEO optimized title page contents