fbpx

د دې انځور په ليدو مو څه شی په ذهن کې راګرځي؟

خبريال وېبپاڼه/ ۱ ډسمبر ۲۰۱۹ – د دې انځور په ليدو څه فکر کوئ ؟ ايا له کامرې پرته هم ځنې انځورونه جوړلای شو؟

هغه عکس چې تاسو یې ګورئ د یو ښکلي رښتني ( رولیکس) ساعت په څیر ښکاري ، داسې ښکاري چې له کیمرې څخه اخیستل شوي تور او سپین عکس دی ، مګر دا په حقیقت کې د يوه پنسل پواسطه د انځور جوړلو هڅه ده.

تاسو اوس دې عکس ته په ځير یو نظر وګورئ چې هر وخت بيخي کټ مټ د 3D سټایل لرونکی انځور په څير داسې ښکاري.

خو نه! دا د کامري پواسطه نه دی اخيستل شوی بلکې دغه 3D ډوله انځور چې بيخې کټ مټ لکه رښتونۍ انځور داسې ښکاري دا د هغه چاپانې هنرمند کای اوموري د هنر او کمال نښه ده چې په ساعتونو ، ساعتونو وخت په يوه انځور تيروي.

په تیرو څو کلونو کې ، د کای اموري هنر په ټوله نړۍ کې مشهور شو او دې کار چاپانی هنرمند کای اموري لا ډير دې هنر ته تشويق او وهڅول او خپل تمرکز يې په دې هنر ډیر کړ.

کای اموري یوازې ٢٥ کلن دی ، مګر هغه یوازې د عکس جوړولو لپاره سلګونه ساعتونه تیروي. دی تل د وروستي اشارې په توګه د ګرافایټ پنسل څخه کار اخلې. کای امورې ځکه له ګرافايټ پنسيل څخه کار اخلي، چې دي وايې : د دې لپاره دلیل دا دی چې دی د غوره توضیحاتو لپاره خورا ښه او نخې شوي پنسلونو سره انځور جوړلای شي.

په ٢٠١٧ کې د لومړي ځل لپاره ، کای اموري په اړه خبرونه خپاره شوه. کله چې هغه د څښاکو يو بوتل داسې رسم کړ چې کټ مټ لکه همغه بوتل داسې ښکاريدل او داسې فکر کيده چې دا عکس په لوړ کيفيت درلودنکې HD کامره اخيستل شوی دی.

کله چې دکای اموري دغه ډول کښل شوي انځورونو په ورځپاڼو او ټولينزو رسنيو فسبوک ،ټويټر ،او انسټاګرام خپاره شول. کای اموري سخت خوشاله او ډير ژر د شهرت اوج ته ورسيدل.

مګر د کای اموري په وینا ، دا کار خورا زغم او سخت کار ته اړتیا لري. د هغه په ​​دویمه پنځونه( تخلیق) کې د مغز بولټ لیدل کیږي په کوم کې چې ژور توضیحات تر سترګو کيږي. د مغز بولټ انځور د چمتو کولو لپاره يې٢٨٠ ساعته وخت ضايع کړ چې دې عکس ته په کتلو له لرې ددې ښکاروندی کوي او سړی حيرانيږي.

د سییکو لید د هغه وروستۍ هنري پځونه ده ، چې په اړه يې یوټیوب کې يوه ویډیو هم خپره کړي ده ، او ډيری خلک ددې چاپانې هنرمند د انځوررونؤ په ليدو بيخې حيرانيږي او هر څوک داسې فکر کوي چې دا انځورونو په HDلوړ کيفيت لرونکي کامره اخيستل شوي دي.

په ورته وخت کې کای اموري هم نځورګري کوي او هو يو د انځورونو پلورنځې لري او په هغه کې په کار بوخت دی.

د يادونې وړ ده چې موسقې ، مجسيمه توږنه، انځورګري او رسامي هغه هنرنو دي ، چې لرغږنتوب يې سل ګونه پيړيۍپخوا ته رسيږي او دا هغه هنرونو دي چې لومړنيو انسانانو په لوړي ځل زده کړل پرمختګ يې ورکړ او بيلابيلې برخې پکې رامنځته کړي.

د هنر ژبه هغه ژبه ده چې ټول انسانان پرې پوهيږي د ټولو انسانان ګډه ژبه ده.

دانش

Your SEO optimized title page contents