fbpx

له زندانه خوشې شوي تموتي ويکس له ډیرو رازونو پرده پورته کړه

خبريال وېبپاڼه/ ۱ ډسمبر ۲۰۱۹- د طالبانو له زندان څخه خوشې شوي اسټرالیاوي پروفيسر تموتي ويکس د اې اي پي خپري اژانس له مخې له هغو رازونو پرده پوده کړي چې څه باندي دری کاله يې د طالبان سره په بند کې ليدلي وو.

٥٠ کلن تموتې ويکس چې په کابل کې د مريکايي پوهنتون استاد وو، په سډنې ښار کې د رسنيو په مخ کې ټوله هغه کيسه وکړه چې له طالبانو سره يې په بند کې ليدلې وه.

ښاغلي تموتي ويکس رسنو ته وويل چې د خپل ژوند تر ټولو بد او بوږونکی پړوا يې د طالبانو سره په زندان کې تير کړي هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې فکر نه کوي تر دې سخت پړاو به هم په ژوند کې پر ده راشې.

تموتي ويکس او ملګری کيون کنګ چې دواړه په افغانستان کې د امريکايې پوهنتون استادان وو په ٢٠١٦ په پلازمينه کابل کې هغه وخت د طالبانو له خوا وتښتول شول چې له دندې د خپل کور په لور روان وو.

تموتي ويکس او کيون کنګ له تښتولو وروسته د خوشي کيدا تر وخته پورې هيچا ته د هغوی ځای ځایګی معلومات نه وو.

خو تموتي ويکس په دې اړه وايې :چې موږ کله وتښتول شولو د پاکستان هيواد ته يې يوړو په ډيره تياره خونه کې اوسيدلو داسې تياره چې هيڅ رڼا هم پکې نه وه.

تموتي ويکس د امريکايې ځانکړو ځواکونو د هغو علمياتو په اړه هم وویل، چې د دوی تر بند خونې ورسيدلي وو خو ولي ددوی په پيدا کولوبريالي شوي نه وو.

هغه وویل چې يو وخت مو د سختو چادونو غږونو واوريدل طالب چاوراکي ډير واخطا وو ، موږ يې له خپل ځايه يو بل ځای ته داسې ښکاريده چې تر ځمکې لاندي يو لوی غار دی هغه ته ننه ویستلو.

تموتي ويکس زياتوي چې ډزي ان ددوی بندخونې زمينې هم راورسيدي دی وايې چې زه باوري وم چې د امريکا ځانګړي ځواکونه به راځي او موږ به خلاصوي.

تموتي ويکس وايې چې ډيره ځله خو يې مرګ په خپلو سترګو ليدلی او هيڅ کله يې داسې فکر نه کول چې بيا له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره ګورم.

د يادونې وړ ده چې تموتي ويکس او کيون د روان کال د نومبر په ٢٠ له ډيرو جنجالو او اوږدو خبرو اترو وروسته د ٣ طالب زندانيانو په بدل کې خوشي شول.

تموتي او کيون کنګ چې په افغانستان کې د امريکايې پوهتنوت استادان وو. د طالبانو لخوا تر تښتول کيدو وروسته د دوی د راخوشي کولو لپاره ٦ ځله د امريکا ځانکړو ځواکونو علميات تر سره کړل، خو په پيدا کولو يې بريالي نه شول.

Your SEO optimized title page contents