fbpx

څنګه له ایډز نه ځان وساتو ؟

خبریال وېبپاڼه / ۱ ډسمبر ۲۰۱۹- د روغتیا نړیوالې ټولنې په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په افغانستان کې نږدې شاوخوا ۷ زره کسان د ایډز په خطرناکې ناروغۍ اخته شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت یې شمېر نږدې ۳ زره تنه ښودلی دی چې په دې خطرناکې وژونکې ناروغۍ باندې اخته شوي دي.

د ایډز ناروغۍ تاریخ ته په کتو سره په افغانستان کې لومړنۍ پېښه درې لسیزې وړاندې په ۱۹۸۹ کال کې ثپت شوې ده چې د یاد کال نه تر دې وخته پورې دغې ناروغۍ د نږدې ۲۵۳ کسانو ژوند اخیستی دی.

کارپوهانو د ایډز ناروغۍ په اړه ویلي دي چې د انسان د بدن دفاعي سیستم په بشپړه توګه کمزوری کوي، داسې یوه ناروغي بلل کېږي چې په اسانۍ سره په هیڅ صورت کې له منځه نه ځي، خو کولی شئ چې په مختلفو لارو چارو یې درملنه وکړئ او کنټرول یې وساتئ.

د عامې روغتیا وزارت هم خبر ورکړی دی چې د ایډز ناروغۍ د مخنیوي لپاره دوی هم د عامه پوهاوي مختلف پروګرامونه په لاره اچولي دي څو خلک ترې ځان وساتي او اخته کسان یې کنټرول ونیسي.

آیا د ایډز ناروغۍ درملنه کېږي؟

په ټوله نړۍ کې خلک په دې باندې پوهېږي چې د ایډز ناروغۍ درملنه په بشپړه توګه نه کېږي، خو ځیني داسې درمل شته دي چې د ناروغۍ د اخته کسانو ستونزې راکمې کړي چې په پایله کې د یو انسان ژوند لږ ښه کړي، خو وروسته له مودو بیا پر دې ناروغۍ درمل هم تاثیر نه کوي چې بیا د انسان د مرګ سبب هم کېدلی شي، دغه راز د دې ناروغۍ ضد درمل په ټوله نړۍ کې ډیر زیات قېمته دي چې زمونږ هېوادوال یې په پیرلو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د ایډز ناروغۍ څخه څنګه ځان وساتو؟

۱- که غواړئ چې له ایډز ناروغۍ څخه ځان وساتئ نو لومړنی ګام دادی چې باید په بشپړه توګه ځانونه له نامشروع جنسي اړیکو څخه وساتئ.

۲- پرته له اړتیا باید په ورځني ژوند کې د ناروغتیا له کبله پیچکارئ ونکړئ که چېرې بیاهم اړتیا شوه نو بیا د ستن او پیچکاري پاکوالي ته پام وکړئ.

۳- د وینې ورکولو او اخیستلو پر وخت باید د وینې ټېسټ وشي او هغه وخت ناروغ ته ورکړل شي چې په بشپړه توګه له ناروغیو څخه خوندي او پاکه وي.

۴- که چېرې امیندوارې ښځې په ایډز اخته وي نو د دې خطرناکې ناروغۍ څخه د خپل ماشوم ژوند ژغورلو لپاره باید له ډاکټرانو سره وخت ناوخت اړینې مشورې وکړي څو ماشوم له دې ناروغۍ څخه په امن کې وساتي.

د یادولو ده په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۲ میلیونه کسان په دې وژونکي ناروغۍ باندې اخته شوي دي .

Your SEO optimized title page contents