fbpx

فلسفه څه ده ؟

خبریال ډاټ کام / ۱ ډیسمبر ۲۰۱۹- تر یونان مخکې هم داسي قومونه تېر شوي دي چې هغوی پر کائیناتو او غور کولــو وروسته د یو لړ فطري مظاهرو دعقلي تشریح کولو هڅه وکړه هغو قومونو په لومړینو علومو کې یې ډېر ښه پرمختګ وکړ.

په هغوی کې سومري، مصري، بابلي، نینوایي، چیني، او هندي، راتلل مګر دعلومو په وده کې یونانیانو تر بل هر ملت غټ رول ولوبوه دهغوی درجې ته بل هیڅ ملت نه دی رسېدلی هغه وخت چې فلسفه لا نه وه، په یونان کې دکائیناتو او دین په اړه تخیلونه پیدا شول هڅه وشوه چې دکائیناتو د اصل او دهغه دجوړښت په اړه زیات دمنلو وړ نظریه وړاندي شي په لومړي سر کې دغه ټول تخیلونه دصنمي او الٰهي افکارو سره تړلي وه، دصنمي او الٰهي افکارو دور تر فلسفه پخوانی ده، فلسفه هغه وخت شروع شوه چې انسان محسوسه کړه باید دمظاهرو توضیح او شریح دفطري او طبیعي علتونو له مخې وکړي.

دفطري نظذم دتوجیهه کولو په لړ کې دنړۍ په بېلو برخو کې د یو لړ افکارو لړۍ پیل شوه په چین هو هند کې ددغه افکارو رنګ مذهبي وه، موږ ویلای شوو چې دچیني، او هندي اقوامو لومړیو عقلي علومو مذهبي رنګ اخیستی وو دهغوی پر فلسفه هم دمذهب اغیزي ډیري ژورې وې بل پلو ته د دواړو قومونو په نسبت په یونان کې عقلي علومو فلسفي شعور په زیاته پر مختللې بنه راپورته شو او دپر مختګ ګامونه ایې واخیستل او یو پر له پسې علمي روایت د همدغه یونانیانو په وسیله سره تر موږه رارسېدلی دی نن چې موږ کومې فلسفه وایو دهغه دعلم بنسټ ایښودونکي یونانیان وو.

نن چې موږ فکر کوه نژدې دوه نیم زره کاله پخوانړۍ دنن په شان پر مختللې او سمسوره نه وه هغه وخت نه ساینس او نه عقل برتري وه، هر لوري ته کیسې او افسانې وې دبشریت لومړۍ دورې د ډېرو خدایانو منوونکي مذهبونه وو، او دهمدغه دلرګینو او ډبرینو خدایانو درناوی و، دهغوی چوپړ وهوونکو دساده ولسونو په تېر ایستلو سره مزې کولې چمبې یې غوړې وې، نسونه یې پړسېدلي وه هر لوري ته دجهالت پرتم خپور وه، په دې تیاره چاپیریال کې هرچا داسي انګېرله چې دا نړۍ هغه خدایانو جوړه کړې ده،چې دوئ په خپل لاس توږلي او جوړ کړي دي، او دهغوئ دخوشحاله ولو لپاره یې هر راز قربانۍ ورکولې، بریښنا او تنا داسي ښودله چې خدایان په قار شوي دی، او فکر کېده چې خدایان خوښ وي کښت به شین او کروندې به ابادي وې.

دنن په پرتله دشعور او پوهۍ له مخې هغه دبشریت لومړۍ دوره وه.

په هماغه لومړۍ دوره کې دیونان پر خاوره ورو، ورو، دفلسفې روښانوونکي وړانګې وځلېدې.

د آیونا وګړی طالیس (۶۲۴ تر ۵۵۰ ق میونان ته راغی دهغه په مغز کې یوه پوښتنه پیدا شوه هغه وپوښتل:

دا هر څه له څه څخه جوړ دي؟؟

بیایې پخپله ځواب ورکړ.

له اوبو څخه.

دا لومړۍ شعوري او عقلي پوښتنه وه، ورپسې دپوښتنو لړۍ ومښلېده، دا هم ریښتیا ده چې ډېر وخت تر ځواب ده پوښتنې ارزښت زیات وي.

دطالیس لومړۍ پوښتنه دساینس لوري ته لومړی ګام وه، هغه دلمر ترندې سمه وړاندوینه وکړه بیا یې دمصر د احرامونو صحیح پیمایش وکړ او دجیومټرۍ او هندسې خښته یې کښېښوده.

تر ده را وروستهفیثاغورثراغی د هندسې او ریاضي په څنګ کې یې فلسفه هم را وپېژندله، او د ارواحو تناسخ نظریه یې وړاندي کړه هغه دانسان ګټه په دې کې وبلله چې روح ته یې نجات ور په برخه شي.

اناکسي میندروپوښتل:

تش له اوبو څخه څنګه ژوند را ټوکیږي؟؟

بیا یې تر مشاهدې وروسته ځان ته خپله ځواب ورکړ.

ژوند له لندو خټو پیدا کیږي.

هغه وویل دژوند سرچینې دوې دي یو اوبه، بل خاوره، ژوند تر زیږېدلو وروسته دتکامل پړاوونه پی کوي دغه راز یو لړ ژوي، مرغان، کبان، او خزنده ګان، پیداکیږي.

اناکسي میندر ته په کتلو سره موږ دتنازع للبقاء دنظریې مؤسس چارلس ډاروین دهغه پر پله تلونکی بللای شو.

هیراکلیتس (۴۷۵ تر ۳۳۵ ق م) وپوښتل له اوبو او خاورو ژوند څنګه پیدا کیږی؟؟

بیایې پخپله ځواب ورکړ:

اور هم د ژوند له درو اجزاوو یو جز ده.

هېراکلیتس وویل: دا جهان دبهانده رود په شان بهیږی هره شېبه بدلون پکې را روان ده.

زینوفان وویل: د وجود ډېرښت هیڅ ده، هرڅه دوحدت بېل رنګونه دي.

وزوسته دغه نظر د وحدت الوجود بڼه خپله کړه.

پارمینایدس وویل: زموږ حواس غولوونکي دی موږ چې څه وینو هغه هماغسې نه دي زموږ حواس دباور وړ نه دي.

ایمپی دوکلس وویل: ژوند له هوا، اور، اوبو، خاورې، زیږی دغه راز ماده ازلي او ابدي ده هغه نه پیل لري نه پای.

اناکساغورثوپوښتل ژوند که ماده وي حرکت ولې لري؟؟؟

هغه زیاته کړه یو ستر او خپور عقل شته چې دټولو حرکتونو عامل ده.

دیماکرتیسپوښتنه وکړه ماده لــه کومه توکي څخه جوړه ده؟؟

بیابه پخپله زیاته کړه ماده لــه دومره وړو زرو څخه جوړه ده چې مزید ویش یې ناشونی ده، هغه وویل معبودان او مذهبونه ټول درواغ دي.(نااعوذُباالله)

پورتنیو فیلسوفانو چې کوم ځوابونه په دوو پېړیو کي ورکړل دلومړۍ ښوونځۍ ننني زده کوونکي په پوهیږي دلته ارزښت دهغه پوښتنو ده.

چې په لومړي دور کې وشوې مناسب سوال دفلسفې مغز ده، مناسبو سوالو د فلسفې بڼه ورو، ورو، څرګندوله وروسته داسي یوه پوه ته اړتیاوه چې نوري پوښتنې وکړي، بیاهغه پاک زړي بوډا ته ښه راغلاست وویل شول چې د پوښتنو ناپایه لړۍ یې ومښلوله.

هغه سپین ږیری سقراط نومېده.

Your SEO optimized title page contents