fbpx

چپرهار ولسوالۍ کې يو ښوونکي خپله ځمکه ښوونځي ته ورکړه

خبریال ډاټ کام/ ۱ دسمبر ۲۰۱۹ـ د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوال کې یوه ښوونکي خپله شخصي پلرنۍ ځمکه ښوونځي ته وقف کړه.

دغه ښوونکی عتيق الله نومیږي .دی وایي ، خپله يوه اندازه ځمکه یې په دې موخه ښوونځي ته ورکړه چې ، د ولسوالۍ اوسیدونکي یې زده کړو ته وهڅیږي.

عتیق الله وایي، هېواد یې کلونه کیږي جګړو ځپلی او له زده کړو بې برخې دی نو اړینه ده هر یو خپله وجیبه ترسره کړي او هېواد ته د خدمت په موخه یو څه وکړي هغه له مسولینو غوښتنه وکړه چې، په دې ځمکه دې د دې ولسوالۍ ماشومانو ته یو اساسي ښوونځی ورغوي.

په ورته مهال د یادې ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو او قومي مخورو د نوموړې د دې کار ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې، هر یو به په دې برخه کې خپله دنده پر مخ وړي د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسولین وایي، په دې ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې په پراخه کچه پرمختګونه روان دي.

بل لورته چارواکي بیا په دې ولسوالۍ کې د هر راز امنیت ډاډ ورکوي او ټینګار کوي چې، له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړي چې، ښوونځي ونړوي او د نجونو او هلکانو د زده کړو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، په یاده ولسوالي کې ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ مسله یوڅه ستونزمنه وه ځکه هلته کلتوري محدودیتونه له ډيرو نجونو د زده کړو حق اخلي، خو قومي مخور بیا وایي هیڅکله به خپل اولادونه له زده کړو را ونه ګرځوي.

د ننګرهار ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې اوس هم د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه شته د پوهنې د ریاست د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې په ۶ ولسوالۍ کې له دولسم ټولګې فارغه نجلۍ شتون نه لري.

د پوهنې ریاست مسولین وایي، دوی هڅه کوي چې، په یادو ولسوالیو کې د سیمې د اوسیدونکو په خوښه نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

په دې ولایت کې په ټوله کې د پوهنې ریاست وایي څه باندې ۹۰۰ سوه ښوونځي شتون لري چې، په زیات شمیر یې سرپناه نه لري.

دوی وایي، هڅه کوی چې، شته بې سرپنا ښوونځیو ته هم د سرپنا غمه وکړي څو د ژمي په دې سړه هوا کې زده کوونکې په آرام فکر زده کړې ترسره کړي.

ننګرهار کې د زده کړو پر وړاندې نه یواّځې دښونځیو سرپنا لویه ستونزه ده بلکې د کتابونو پر وخت ورکړه هم هغه ستونزه ده چې، دلته ترې زده کوونکي ځوریږي.

همدا اوس په دې ولایت کې چې، د کال د نیمایي ازموینې یا څلورنیم میاشتنۍ ازموینې نږدې دي خو بیا هم په زیات شمیر زده کوونکي کتابونه نه لري.

راپور: ف،م

Your SEO optimized title page contents