fbpx

پکتیکا سره دولت په تېر۲ کلونو کې غولوونکی چلند کړی

خبریال ډاټ کام/ ۱ دسمبر ۲۰۱۹ ـ د پکتیکا ولایت اوسېدونکي او ولسي استازي وایي، په تېرو دوو کلونو کې دولت په دې ولایت داسې کار نه دی کړی چې، دوامداره او یاهم بنسټیز وي.

دوی وایي، دولت په دې ولایت کې په تېرو دوو کلونو کې داسې کومه بنسټیزه پروژه نه ده عملي کړې چې، ولس پرې حساب وکړي.

د یاد ولایت ځایي اوسېدونکي وایي، دولت دې له دې ولایت سره غولوونکی چلند بس کړي او پکار ده چې خپله پاملرنه ورته زیاته کړي.

د پکتیکا یوتن قومي مشر پاچاخان وایي، په دې ولایت کې په تېر ۲ کلونو کې یې د دولت له لوري داسې پروژه نه ده لیدلي چې عملي شوي او ددوی په درد دوا شوې وي دی زیاتوي وړې پروژې عملي شوي او په ځينو کار روان دی خو د داسې پروژې شاهد نه دی چې د پکتیکا اوسېدونکو ته اوږودمهاله ګټه ورسوي.

د پکتیکا مدني فعالان هم له دولته په همدې برخه کې ګیله من دي مدني فعال عبدالقهار وایي، دې ولایت کې خلک ډير کار ته اړتیا لري خو دولت ورته پاملرنه نه کوي.

نوموړي هم د قومي مخورو د خبرو په تائید وویل په دې وروستیو کلونو کې لويې پروژې په دې ولایت کې نه دي پلي شوي او نه هم داسې کوم بنسټیز کار شوی چې، پکې خلکو ته کاري زمینه برابره شوې وي دی وایي دولت دې له پکتیکا سره غولوونکی چلند پریږدي او د بنسټیزو پروژو برخه کې دې ورته پاملرنه وکړي.

بل لورته د پکتیکا د ولایتي شورا غړی نعمت الله وايي، په دې ولایت کې د حساب ورکونې غونډې کیږي خو نمایشي او په عمل کې دولت دې ولایت ته هیڅ نه دي کړي.

دی وایي په دې ولای کې د ډیری ادارو مسولین په خپلو چارو کې پاتې راغلي او د کال په اوږدو کې یې هیڅ داسې فعالیت نه دی کړی چې ولس ته قناعت بښونکی وي.
نوموړی وایي: (( دولت هم کلک کار نه کوي دلته لسګونه رئیسان شته چې، هیڅ کار یې نه دی کړی خو بیاهم دولت په چوکۍ کینولي دي)).

خو مسولین بیا په دې ولایت کې د ولسي استازو او خلکو دا ډول خبرې ردوي چې، ګواکې په دې ولایت کې دولت بنسټیز کار نه دی کړی.

د یاد ولایت سکتوري رئیس واصف الله وایي، د پخوا په پرتله په دې ولایت کې د بیا رغونې په برخه کې ډیر کار شوی دی.

دی زیاتوي چې، اوس هم ګڼې داسې پروژې تر کار لاندې لر چې، په سلګونه خلک پکې په کار بوخت دي او بنسټیزې هم دي.

نوموړی وایي د دې ولایت لپاره یې لویې پروژې هم له مرکزې حکومته غوښتي خو په خبره یې دا د دوی له واکه پورته خبره ده .

دی وایي که مرکزي حکومت ورسره مرسته وکړي نو ډیر زیات کار به دې ولایت ته وکړي خو د ده په خبره د ولسونو ستونزې ورسره دي او ژر به یې په نوبت سره له مرکزي دولت سره شریک کړي.

د پروژو خبره یواځې په پکتیکا کې په سرخوږي نه ده بدله د هېواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم دا نیوکې دي چې، پروژې عملي کیږي خو بنسټیزې نه وي.

خلک وایي ، دولت دې ولس ته نمایشي کار نه د دایمي کار غمه وکړي چې، دوی پرې خپلې ستونزې حل کړي.

راپور: ف ، م

Your SEO optimized title page contents